ایران؛ د امنیتي ځواکونو د وژنې په تور ۷ کسان اعدام شول
۱۴۰۴ مهر ۱۲, شنبه
رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ د ایران قضائیه قوې پورې اړوند میزان خبري اژانس له قوله لیکلي، چې ایران کې هغه اوه کسان اعدام شول، چې څو کاله مخکې د امنیتي پرسونل او یوه مذهبي مشر په وژنې تورن شوي وو.
ویل شوي، له دغو اعدام شویو اوو کسانو، شپږ یې هغه عرب بېلتونپاله وو، چې د ایران د خوزستان ولایت په خرمشهر کې د وسله والو بریدونو او بمي چاودنو پر مهال د څلورو امنیتي ځواکونو په وژنې تورن شوي وو.
اوم کس د محمدي خیاره په نوم هغه کرد دی، چې په ۲۰۰۹ کال کې د کردستان په سنندج ښار کې د حکومت پلوه سني مذهبي مشر ماموستا شیخ الاسلام د وژنې په تور محکوم شوی و.
میزان خبري اژانس ویلي، چې دغه کسانو له اسرائیلو سره اړیکې لرلې، هغه تور چې د بشري حقونو ډلو په وینا، ایران یې تل د قومي لږهکیو پر وړاندې کاروي، څو دا وړ مخالفت د کورني پر ځای بهرنی انځور کړي.
اړوند: ملګري ملتونه: ايران سږکال تر ۸۴۰ ډېر کسان اعدام کړي
فعالانو ویلي، د محمدي خیاره محومیت د هغو اعترافونو پر بنسټ و، چې د شکنجې پر مهال ترې اخستل شوي، هغه طریقه چې فعالان یې له امله ایراني محاکم په منظمې استفادې تورنوي.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، ایراني چارواکیو په روان ۲۰۲۵ کال کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام کړي، چې دا شمېر په تېرو پنځلسو کلونو کې تر ټولو لوړې هغه دي، چې د بشري حقونو د دې بنسټ له لوري ثبت شوي دي.