1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي استازي: «ګرینلېنډ د ډنمارک برخه ده»

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري اژانس
۱۴۰۴ دی ۲۷, شنبه

د امريکا د دواړو ګوندونو يو پلاوی وايي «ګرینلېنډ د ډنمارک برخه ده» او د ولسمشر ټرمپ د کنټرول غوښتنه «بې ګټې» ده. د ډنمبارک په کوپنهاګن او نوک کې د لاريونونو پلان هم شته دی.

https://p.dw.com/p/56zfF
په کوپنهاګن کې د لاريون کوونکو انځور
په کوپنهاګن کې د ګرينلېنډ په تړاو د امريکا د غوښتنو پر ضد احتجاجونه کيږيانځور: Emil Helms/Ritzau Scanpix/REUTERS

په ډنمارک او ګرینلېنډ کې د پلان شويو لاريونونو تر مخه، د امريکا د دواړو ګوندونو يو پلاوي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۷مه) د ډنمارک په کوپنهاګن کې په يوه خبري غونډه کې يو ځل بيا د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه غوښتنې مخالفت څرګند کړ چې غواړي د شمالي قطب دغه ټاپو تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د متحده ایالاتو ديموکرات سناتور کرس کوونز وويل: «ګرینلېنډ د ډنمارک برخه ده. ډنمارک زموږ د ناټو متحد دی.» هغه زياته کړه: «زما په نظر بايد دا بحث همدلته پای ته ورسېږي.»

ترمپ: دا به د ناټو په ګټه وي چي ګرينلند زموږ په لاس کي وي

ټرمپ په ځلونو استدلال کړی چې د امريکا تر کنټرول لاندې د ګرینلېنډ راوستل اړين دي، څو روسيه او چين په سيمه کې خپل نفوذ پراخ نه کړي. ګرینلېنډ چې د شمالي قطب يو تر ډېره ځانواک قلمرو دی، د ډنمارک د پاچاهۍ برخه ده.

د ټرمپ ګواښ

ټرمپ تازه هغو هېوادونو ته چې د ده د پلان مخالفت کوي، د سزا ورکونکو تعرفو ګواښ هم کړی دی.

کوونز د ټرمپ څرګندونې «غير رغوونکې» وبللې او خبرداری يې ورکړ چې له ډنمارک سره د اوسني چلند دوام کولی شي د دواړو هېوادونو اړيکو ته اوږدمهاله زيان ورسوي.

ترمپ د ګرینلنډ کنترول ترلاسه کولو له پاره پر پوځي انتخاب غور کوي

د ډيلوير ايالت استازي سناتور پوښتنه وکړه چې که د ناټو متحد ډنمارک يوازې پرېښودل شي، نو بيا څنګه پر امريکا باور کېدای شي.

هغه ۱۱ قانون جوړونکي، چې ډنمارک ته تللي وو، هڅه يې وکړه دا روښانه کړي چې د ټرمپ پلانونه به د امريکا په دننه کې هم له مخالفت سره مخ شي. په دې ډله کې د ټرمپ له جمهوري غوښتونکي ګوند څخه يوازې دوه استازي شامل وو.

د ناټو يو شمېر اروپايي غړي هېوادونه، چې پکې آلمان، فرانسه او برېتانيا هم شامل دي، دغه هېواد ته کوچنۍ پوځي ډلې لېږي، څو د ډنمارک په مشرۍ د يوه کشفي ماموريت د برخې په توګه د شمالي قطب سيمې د دفاع لپاره د ناټو وړتيا و ارزوي.

پلان شوي لاريونونه

تمه ده د ټرمپ د شتمنو طبيعي سرچينو لرونکي دغې ټاپو د ترلاسه کولو د هڅې پر ضد لاريونونه د شنبې په ورځ د ګرینلېنډ په پلازمېنه نوک او هم په کوپنهاګن کې ترسره شي.

د ګرینلېنډ د ښاريانو د «Hands off Kalaallit Nunaat» نوښت تنظيموونکي پول يوهانېسن وويل، دغه ډله د «ګرینلېنډ د خود ‌اراديت حق ته درناوی او د ګرینلېنډ خلکو ته درناوی» غواړي.

هغه زياته کړه: «دا يوازې د ګرینلېنډ لپاره مبارزه نه ده، بلکې د ټولې نړۍ لپاره هم ده.»

ګرینلېنډ ته په ګرینلېنډي ژبه کې Kalaallit Nunaat ويل کېږي، چې مانا يې «د ګرینلېنډيانو ځمکه» ده.

په واشنګټن کې د امريکا، ډنمارک او ګرینلېنډ ترمنځ وروستيو جنجالي خبرو اترو ونه شوای کولی د یادې موضوع په هکله اختلافات راکم کړي.

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل