ترمپ: دا به د ناټو په ګټه وي چي ګرينلند زموږ په لاس کي وي
۱۴۰۴ دی ۲۴, چهارشنبه
ترمپ د خپلي ټولنيزي رسنۍ صفحې په يوه پوست کي خپل استدلال تکرار کړ چي «امريکا د ملي امنيت له پاره ګرينلند ته اړتيا لري». هغه زياته کړه چي «ناټو بايد موږ ته د دې ترلاسه کولو له پاره لاره هواري کړي» که نو چين يا روسيه به دا کار وکړي ـ «خو دا به پېښ نه سي!»
ترمپ ليکلي دي: «د متحده ايالاتو لاس ته د ګرينلند په لوېدو سره ناټو ډېره قوي او اغېزمنه کيږي، تر دې لږ بل هيڅ د منلو نه دي.»
ګرينلند چي د ناټو د متحد ډنمارک يوه نيمه خپلواکه سيمه ده، د جيوپوليتيک طوفان په مرکز کي قرار لري، ځکه چي ترمپ ټينګار کوي چي د امريکا برخه يې وګرځوي، خو د پلازمېني نووک اوسېدونکي يې وايي چي دغه ټاپو د پلور له پاره نه دی. سپيني ماڼۍ په زور سره د دغه قطبي ټاپو نیول نه دي رد کړي.
پتېيل سوې ده چي نن د چهارشنبې په ورځ ناوخته به د امريکا مرستيال ولسمشر جي ډي وينس په واشنګټن کي د ډنمارک د بهرنيو چارو له وزير لارس لوکه راسموسن او د هغه د ګرينلند سيال ويوين موټزفيلډت سره د ګرينلند په اړه خبري اتري ولري.
د ګرينلند اوسېدونکي څه غواړي؟
د نووک پر تنګ او واورو پوښلي اصلي سړک کي نړيوال خبريالان پر هر څو متره خلک دروي او د هغه بحران په اړه ترې نظر غواړي چي د ډنمارک لومړۍ وزيري خبرداری ورکړی دی چي دغه کار ممکن د ناټو د سره پاشلو لامل سي.
۲۲ کلني زده کونکي ټوتا ميکايلسن، په نووک کي اسوشېتيد پريس خبري آژانس ته وويل چي هغه هيله لري چي امريکايي چارواکي به دا پيغام ترلاسه کړي چي «بيرته پر شا سي».
د ګرينلند لومړي وزير ينس فريدرک نيلسن، د سې شنبې په ورځ په کوپنهاګن کي يوې خبري غونډي ته وويل چي «که موږ دلته او اوس د متحده ايالاتو او ډنمارک ترمنځ انتخاب وکړو، موږ ډنمارک غوره کوو. موږ ناټو غوره کوو. موږ د ډنمارک سلطنت غوره کوو. موږ اروپايي اتحاديه غوره کوو».
کله چي د سې شنبې په ورځ ناوخته د نيلسن د څرګندونو په اړه له ترمپ څخه پوښتنه سوه، هغه وويل: «زه له هغه سره مخالف يم. زه نه پوهيږم هغه څوک دی. زه د هغه په اړه هيڅ نه پوهيږم. خو دا به د هغه له پاره يوه لويه ستونزه وي.»