بريتانيا د پناه غوښتني په قانون کي پراخ اصلاحات اعلان کړي
۱۴۰۰ فروردین ۵, پنجشنبهد بریتانيا د کورنیو چارو وزیري، پریتي پاتل د چهارشنبې په ورځ په پارلمان کي دغه اصلاحات »په تيرو څو لسيزو کي تر ټولو مهم« وبلل. دغه اصلاحات د هغو کسانو له پاره چي په راتلونکي کي په غيرقانوني توگه بريتانيا ته داخليږي، د پناه غوښتني حق لاپسي مشکلوي.
پاتل وویل: »په راتلونکي کي به هغه کسان چي په غیر قانوني ډول بریتانیا ته راځي، له هغو کسانو سره به د مساوي حقونو څخه برخمن نه سي چي په قانوني ډول دغه هیواد ته داخلیږي.«
ددغو اصلاحاتو د طرحي پر بڼسټ، هر هغه څوک چي له یوه آرام هیواد، لکه فرانسې څخه بریتانیا ته ځي، نه سي کولای ددغه هیواد د پناه غوښتني سیستم ته سمدستي لاس رسی پیدا کړي.
د بریتانیا د کورنیو چارو د وزیري په خبره، سربیره پر دې د غیرقانوني مهاجرو ایستل به چټک او د پناه غوښتنونکو د سن وسال په اړه پلټني به لاپسي دقیقي سي.
پریتي پاتل د اصلاحاتو دغه نوې طرحه داسي توجیه کړه چي گويا په هیواد کي یې تر اوسه لا د پناه غوښتني ۱۰۹ زره دوسیو ته رسیدگي نه ده سوې او د پناه غوښتني پر اوسنی سیستم يې له دې بابته »فشار« زيات دی.
مرستندویه سازمانونو د بریتانیا د حکومت پر دغه اقدام باندي سخت انتقاد کړی. د بریتانیا د سره صلیب اجراییه مدیر، مایک آدمسون دغه طرحه »غیرانساني« بللې او زیاتوي: »موږ باید بریتانیا ته د یوه شخص د داخلیدو ډول، د هغه د پناه غوښتني د حق د ترلاسه کولو له پاره معیار، ونه گڼو.«
تیر کال شاوخوا ۸۵۰۰ مهاجر د کوچنیو کښتيو په مرسته د مانش کانال له لاري بریتانیا ته داخل سوي دي.
(AFP) گ.پ، ن.ز