1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا: د جانسن حکومت د کار د مهاجرت مقررات بدلوي

۱۳۹۸ اسفند ۱, پنجشنبه

د برتانیې حکومت داسې طرحه تر لاس لاندې لري، چې دغه هیواد ته د مسلکی کسانو مهاجرت اسانوي خو د غيري مسلکي مهاجرو راتگ به محدود کړي. کارفرمایان انديښنه لري چې په خدماتي او روغتيا پالنې کې به د پرسونل کموالي رامنځ ته شی.

https://p.dw.com/p/3Y4Hf
Aus EU-Fahne wird Stern ausradiert, Symbolfoto Brexit
انځور: picture-alliance

.

د بوریس جانسون محافظه کاره حکومت هوډ لری،چې د ساده او غیري مسلکي کارګرانو مهاجرت برتانيې ته محدود کړي او د هغې په ځای د مسلکي کارکونکو ځواک راجذبولو ته پام وکړي. د داخله چارو وزیره پريتي پاتل د دغي طرحي له څيړنو څخه خبر ورکوي، چې په قبلولو کې مسلکي کاريګرو ته امتياز ورکول پيلوي. په دغه بهیر کې کار غوښتونکي کسان په کار کي د تخصصي وړتيا لرلو، د پوهي او تجربې له مخي ارزول کيږې.

په بریتانيا کې به د دغه طرحه د پلې کيدو په صورت کې، دا په تيرو لسيزو کې د مهاجرينو په قوانينو کي ستر بدلون وي او په اصطلاح د »خالص مهاجرت« د کمولو سبب کيږي. اوسنۍ شميرنې ښيې چې دغه هيواد ته په کال کې ۲۰۰ زره کارکوونکي ورځي او د بوريس جانسون حکومت غواړي دغه شمیر ۱۰۰ زره ته راټيټ کړي.

England London nach Terrorattacke auf der London Bridge
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Parsons

د بریتانيې د کورنۍ چارو وزيری د دغه طرحې د معرفي کولو پر مهال له يوې تاريخې شيبې څخه خبرې وکړی او وېې ويل: «موږ آزاد تګ راتګ ته د پاي ټکې ږدو، د خپلو سرحدونو کنترول بیا پیلوو او د خپلې ټولنې لومړیتونو ته به پام کوو.»

د جانسون حکومت وايې نوي سیستم د بریتانيا دروازي د نړۍ تر ټولو پوهو او مجربو کسانو پر مخ پرانيزي او په عین وخت کې د بې مسلکه کاري ځواک راتګ ته د پای ټکې ږدي.

له هرڅه دمخه اوس مهال په بریتانيا کې د اروپايي اتحاديې له دري ميليونه څخه زيات وګړي ژوند کوي،چې کولې شي د بريګزيت سره سره په دغه هیواد کي کار او ژوند کولو ته دوام ورکړي. د بريګزیت انتقالي دوره د ۲۰۲۰م کال تر دسمبر میاشتې پورې دوام وکوی او د ۲۰۲۱ م کال د جنوری مياشتې تر لومړیو پورې په کي نوي مقررات هم د دغو او د نورو هیوادونو څخه راغلیو کسانو په اړه پيليږي.

په اوس وخت کې د اروپایي اتحاديې سلونو زره اوسيدونکي په برتانيا کي د زراعت، درملنې او روغتيا پالني په برخه کې يا هم په رستورانت، کافي شاپ او ورته ځایونو کي په نسبي ډول کم مزد سره په کار بوخت دي.د دغې برخي کارفرمايان خبردارې ورکوي چې د حکومت د دغي طرحي عملي کيدل او د مهاجرت د مقرراتو سختيدل کولې شی د کاري ځواک د کموالي سبب شي. د برتانيا د کورنيو خدماتو اتحاديې دغه طرحه غيرې مسولانه بللې او وايې چې نوي مقررات کولي شي، د زړو او ډير عمر کسانو د محروميت سبب شی او يا په روغتونونو کې د پالنې په برخه کي  د نرسانو کموالې رامنځ ته کړي.

سره له دي د جانسون حکومت د دغې طرحي په عملي کولو ټينګار کوي او داسې دلیل راوړي چې د اقتصاد پرمختګ ته باید له بهر څخه د کار ارزانه ځواک پر ځاي، د تکنولوژۍ او اتومات کولو باندي پانګه اچونه او تمرکز وشي. دغه طرحه بايد د پارلمان رای تر لاسه کړی،لکه څنګه چې د ولسی جرګی اکثريت د محافظه کارانو په لاس کې دې، نو د دغې طرحې تصويب شونې ښکاري.