1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سازمانونه: د مهاجرو د اخراجیدو د نوي قانون مخنیوی دي وسي

۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

ځينو سازمانونو په يوه ليک کي د آلمان له پارلمانه غوښتي دي، چي د مهاجرو د اخراج په اړه نوی قانون تصويب نه کړي. د دغه قانون له مخي هغه مهاجر چي رد سوي وي ، په محبسونو کي اچول کيږي. له دې سره په لسونو زره کسان مخامخ کيږي.

https://p.dw.com/p/3JYQ4
Abschiebung nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د ۲۲ آلماني مدني ټولنو یو اتحاد غواړي چي د دغه هيواد د کورنيو چارو د وزیر هورست زېهوفر له خوا د مهاجرو د اخراج په برخه کي د نوي شخړه ايز قانون مخنيوی وکړي.

هغوی په یوه سرخلاصي لیک کي د پارلمان له وکیلانو څخه غوښتي دي چي د «منظم اخراجیدو دغه قانون» تصویب نه کړي. د هغوی له دې نیت سره د جرمني سوسیال دیموکرات گوند، چي په حکومت کي شامل دی هم ملگري سوي دي.

د دغه گوند د مهاجرت او رنگارنگۍ مشر، عزیز بوڅکورت د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي «موږ د سوسیال دیموکراټانو د مسلکي کسانو د گروپ په توگه د دغو سازمانونو له انتقادونو او تشویشونو سره خپل ملاتړ اعلانوو.«

خو حکومتي اتحادي گوندونو بیا د دغه پلان سوي قانون دفاع کړې ده. په پارلمان کي د مسیحي دیموکراتانو د داخلي مسایلو سیاستمداره، الکساندر تروم چي ددغه قانون مسئولیت هم پرغاړه لري وویل چي «بشر دوستي او جدیت د یوې سکې دوه مخه دي«.

Deutschland Ostermärsche in Stuttgart
انځور: pictzure-alliance/dpa/C. Schmidt

د آلمان د کورنيو چارو وزير زېهوفر غواړي چي د «اخراج مکلفیت د ښه تطبیق» قانون د مسودې په وسیلې سره، هغه کسان چي د پناه غوښتنه يې نه وي منل سوې او په اخراج مکلف وي، ورباندي قاطعيت او جديت تطبيق کړي. پتېيل سوې ده چي دغه مسوده د دوشنبې په ورځ د پارلمان د داخلي مسایلو کمیټې ته وړاندي سي. د دې مسودې له مخي د نورو تر څنگ به هغه خارجیان چي رد سوي او د اخراجیدو نیټه یې نژدې وي، عادي محبسونو ته ولېږل سي.

هغه ۲۲خیریه سازمانونه او مدني ټولني چي دغه ليک يې لاسليک کړی دی، لکه دیاکوني، د بخښني نړيوال سازمان، مهاجر پلوه سازمان Pro Asyl، د جرمني د کوچنیانو د حمایې سازمان او نور بیا دغه مسوده په قاطعیت سره ردوي.

د هغوی په خبره «که دغه قانون واقعاً تصویب سي، په جرمني کي به په لسونو زره انسانان عملأ د بندی کیدو او اخراجیدو له بیري په بې سرنوشتۍ کي ژوند وکړي». سربیره پردې هغوی د دغه قانون پر حقوقي صحت باندي هم شک لري او وايي چي اخراجیدل کوم جرم نه دی، نو ځکه بايد هغوی په یوه محبس کي بنديان نه سي.

Horst Seehofer Kriminalstatistik politisch motivierte Gewalt
انځور: Reuters/H. Hanschke

دا هم په داسي حال کي ده چي جرمني ته د مهاجرو په راتگ کي کمښت راغلی دی. د پولیسو د معلوماتو پراساس په ۲۰۱۸م کال کي جرمني ته ۴۲۴۷۸ داسي کسان داخل سوي دي، چي د ننوتلو اجازه او ویزه یې نه درلوده. یوکال دمخه، یعني په ۲۰۱۷م کال لا تر۵۰۰۰۰ اضافه انسانان راغلي ول. هغوی اکثرأ د هوايي ډگرونو او یا اتریش د سرحد له لاري آلمان ته داخل سوي دي.

په دغه موده کي آلمان ته د راغلو کسانو ډير يې افغانان او نایجریایان دي، چي له هر هیواد څخه درې درې زره کسان راغلي ول. په دریم ځای کي عراقیان(۲۴۳۸) او څلورم کي سوریایان(۲۰۰۰) دي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 14.09.2017)