1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د مهاجرت نوی قانون تصویب کړ

۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبه

د آلمان پارلمان د مهاجرت قانون اړوند د حکومت پيشنهادي مسوده تصويب کړه. نوي قوانين د هغو مهاجرو د اخراج بهيړ اسانوي چې د پناه غوښتنې يې رد شوي وي.

https://p.dw.com/p/3K3nm
Deutschland Bundestag Abstimmung
انځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder

د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل حکومت د دغه هيواد په پارلمان کې د اپوزيسيون د مختلفو ګوندونو د اختلافاتو سربيره پر دې وتوانيد چې د مهاجرت پيشنهادي مسوده پر قانون واړوي. کيڼ اړخي ګوند بيا ويلي نوی قانون د مهاجرو پر حقونو د حملې په معنی دی.

د آلمان د مهاجرت په نوي قانون کې ډېر نوي موارد شامل دي؛ لکه: د مسلکي مهاجرو کار، د مهاجرو اخراج او په اړه يې د معلوماتو د راټول.

د مهاجرو د اخراج مسئله په نوي قانون کې يوه له هغو مواردو څخه ده چې د آلمان د پارلمان غړو تر منځ پرې ډير بحثونه وشول.

بونديستاګ يا د آلمان پارلمان د حکومت له خوا وړاندې شوې مسوده د ۳۷۲ موافقو، ۱۵۹ مخالفو او ۱۱۱ ممتنع رايو سره تصويب کړه.

په نوو قوانينو کې به د هغو پناه غوښتونکو د اخراج بهير اسانه شي چې د پناه غوښتنې يې رد شوي وي. نوي قوانين د آلمان پوليسو او اړوندو چارواکو ته د دې اجازه ورکوي چې مهاجر له اخراج څخه مخکې په موقتي کمپونو کې وساتي. د دغه قانون ملاتړ کونکي وايي چې دغه قانون به د دې امکانات برابر کړي چې تر دې وروسته د «مهاجرو اخراج» په «قانوني او منظم» ډول ترسره شي.

له بل لور هغه مهاجر چې د مختلفو دلايلو له مخې نه غواړې آلماني چارواکو ته خپل هويت افشا کړي، هغوي به يوازې په موقتي توګه په آلمان کې د اوسېدو اجازه ولري.

د آلمان د پارلمان غړو په آلمان کې د خارجي مسلکي کارګرانو د کار کولو قانون، په لوړ اکثريت سره تصويب کړ. د دغه قانون له تصويب څخه موخه په آلمان کې د بهرنيو هيوادونو (د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو) د متخصصو کارګرانو د استخدام اسانول ده. تر دې وروسته به د آلماني اداراتو تر منځ د مهاجرو په اړه د معلومات شريکولو بهير هم پراخ شي.

هغه مهاجر چې د پناه غوښتنې يې منل شوي د هغوی له پاره د اقامت يا هستوګنځايونو د تعينولو قانون هم تصویب شوی دی. د پارلمان د حکومت پلوه غړو په خبره، دغه قانون به مرسته وکړي چې په يوه خاصه او مشخصه سيمه کې د مهاجرو د ډلو له جوړيدو څخه مخنيوی وکړي.

په پای کې همدا ډول له مهاجرو څخه د ملاتړ او هغوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو قانون تصويب شوی دی.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د مهاجرت نوي قوانين د آلمان د «مهاجرت په سياست» کې د عطف نقطه ياده کړه او ټينګار یې وکړ چې نوی قوانين به په آلماني ټولنه کې د مهاجرو د ادغام او پیوند لا ډير امکانات برابر کړي.

د آلمان کيڼ اړخي او زرغون ګوندونو بيا پر نوو قوانينو، په ځانګړې توګه د مهاجرو د حقوقو په اړه نيوکې لرلې او دغه قوانين د هغو افرادو د حقونو د نقض اساس بولي کوم چې حفاظت او ملاتړ ته اړتيا لري. د کيڼ اړخ ګوندونو استازې اولا يلپکه وويل چې د دغه قانون د تصويب معنی د مهاجرو او پناه غوښتونکو پر «حقونو حمله» ده. هغې د مهاجرو د اخراج قانون د «بي رحمۍ يو نوملړ» وښود.

د زرغون ګوند استازي فيلیتس پولات هم د نوي قانون تصويب د آلمان د «ديموکراسۍ يوې تورې ورځ» په توګه ياد کړ. د هغه په خبره د آلمان حکومت له دغه قانون سره د مهاجرت په سياست کې «معيار او اندازه» هېره کړې ده.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: