1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

د ناټو د غړيتوب په اړه سويډن ته د اردوغان خبرداری

۱۴۰۱ بهمن ۴, سه‌شنبه

د ترکیې ولسمشر په سويډن کې د قرآن شریف د سوځولو پېښې سخت په غوسه کړی دی. سويډن په ناټو کې د غړيتوب له پاره د ترکیې ملاتړ ته اړتيا لري خو اردوغان سويډن ته خبرداری ورکړی دی چې په دې مسئله کې دې د ترکیې د ملاتړ تمه نه لري.

https://p.dw.com/p/4Md9y
 په ستاکهولم کې د قرآن شریف د سوځولو پر پېښه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان سخت په غوسه دی
په ستاکهولم کې د قرآن شریف د سوځولو پر پېښه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان سخت په غوسه دیانځور: Emin Sansar/AA/picture alliance

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې په ستاکهولم کې په يوه غونډه کې د قرآن پاک د سوځولو تر پېښې وروسته اوس سويډن باید له ترکیې څخه دا تمه ونه لري چې د ناټو غړيتوب په ترلاسه کولو کې به يې ملاتړ وکړي.

د تېرې شنبې په ورځ په ستاکهولم کې د ترکیې سفارت مخې ته يوه دنمارکي –  سويډني ډېر ښی اړخه سياستوال راموس پالودان د يوې مظاهرې پر وخت قرآن شريف ته اور ورته کړی. تر دې مخه د ترکیې حکومت له سويډن څخه د دې مظاهرې د مخنيوي غوښتنه کړې وه.

اردوغان د کابينې تر يوې غونډې وروسته وويل: «هغه څوک چې زموږ د سفارت د باندې د اسلام د مقدساتو سپکاوي ته اجازه ورکوي، هغوی دي د ناټو د غړيتوب ترلاسه کولو په هڅو کې زموږ د ملاتړ توقع هم و نه لري.»

سويډن کې د قرآن تر سوځولو وروسته د اسلامي هېوادونو غبرګونونه

نوموړي زياته کړې: «که تاسې له ترهګرو ډلو او د اسلام له دښمنانو سره دومره مينه لرئ او د هغوی ساتنه کوئ، نو موږ تاسې ته مشوره درکوو چې د خپل هيواد د امنیت له پاره هم د هغوی ملاتړ ترلاسه کړئ.»

د سويډن له خوا د زيان د رسېدو د مخنيوي هڅې

د سويډن حکومت د قرآن پاک د سوځولو له پېښې څخه فاصله نیولې، خو د نظر او بيان آزادۍ ته یې اشاره کړې ده چې د اروپا د شمال په هيوادونو کې پرې عمل کیږي.

لومړي وزير الف کريسترسن د تويتر له لارې ويلي: «د بيان آزادي د ديموکراسۍ يوه اساسي برخه ده، خو هغه څه چې قانوني وي، اړينه نه ده چې هغه دې مناسب هم وي. د هغو کتابونو سوځول چې د ډېرو خلکو له پاره مقدس دي، له سپکاوي ډک عمل دی.»

کريسترسن د شنبې په ورځ دا تويت هغه مهال وکړ چې وخت یې تېر وو ځکه تر دې دمخه ترکیې انقرې ته د سويډن د دفاع وزير سفر لغوه اعلان کړی وو. ترکیې په همدې ورځ په انقره کې د سویډن سفير هم احضار کړی وو.

د ترکيې دفاع وزیر خپل سويډني سیال سره کتنه لغوه کړه، خو ولې؟

د تېرې يکشنبې په ورځ په استانبول کې په زرونو کسانو د سويډن د قونسلګرۍ ودانۍ مخې ته احتجاج وکړ او په دې ترڅ کې یې د سويډن بیرغ ته اور ورته کړ.

د سويډن د بهرنیو چارو وزير توبياس بلستروم د رجب طيب اردوغان پر څرګندونو له سملاسي تبصرې څخه ډډه کړې ده، خو ویلي يې دي: «د سويډن حکومت به هغه تړون ته درناوی ولري چې د سويډن، فنلند او ترکیې ترمنځ د ناټو د غړيتوب په تړاو موجود دی.»

سويډن ولې د ترکیې ملاتړ ته اړتیا لري؟

سويډن هڅه کوي چې ترکیه دې ته راضي کړي چې په ناټو کې د شامليدو له پاره د دوی او فنلند غوښتنليکونه تصويب کړي.

سویډن د ناټو غړيتوب ترلاسه کولو له پاره د دې پوځي ائتلاف د ټولو غړيو موافقې ته اړتيا لري. ترکيه او هنګري هغه هيوادونه دي چې په دې اړه اعتراضونه لري. خو د هنګري صدراعظم ويکتور اوربان ژمنه کړې ده چې پارلمان به یې راتلونکي میاشت د دواړو هيوادونو غوښتنليکونه تصويب کړي.

د قرآن شريف د سوځولو د پېښې تر مخه لا ترکیې له سويډن څخه د کردي فعالانو د سپارلو غوښتنه کړې وه.

په سويډن کې تېره اوونۍ يوه ډېر ښی اړخه سياستوال قرآن شريف ته اور ورته کړ
په سويډن کې تېره اوونۍ يوه ډېر ښی اړخه سياستوال قرآن شريف ته اور ورته کړانځور: DHA

اردوغان د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا پر سویډن د کرد پلوو ډلو په ګډون د کردانو کارګر ګوند «پي کی کی» ته په هيواد کې د راټوليدو د اجازې پر ورکړه نیوکې وکړې.

ترکيه، اروپايي ټولنه او امريکا د پي کی کی ګوند ته د يوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري خو په سويډن کې پر دغي ډلي هیڅ بندیز نه دی وضع شوی.

اردوغان بيا په ناټو کې د سويډن او فينلنډ غړيتوب د مخنيوي ګواښ وکړ

د ترکیې ولسمشر وايي: «له يوه اړخه تاسې ترهګرو ډلو ته پر خپلو سړکونو او چوکونو کې د ګرځيدو اجازه ورکوئ او له بل لوري زموږ څخه په ناټو کې د شامليدو په تړاو د ملاتړ تمه لرئ، دا نه شي کيدای.»

امریکا: د قرآن پاک سوځول د سبوتاژ هڅه ده

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس وويل چې «د قرآن شريف د سوځولو له پاره مسئولو کسانو ښايي دا کار په دې موخه کړی وي چې زموږ د دوو نزدې شریکانو، ترکیې او سويډن ترمنځ واټن رامنځته کړي.»

نوموړي وویل چې هغوی ښايي «په ناټو کې د سويډن او فنلند د شامليدو د روان بحث په قصدي توګه د اغیزمنولو هڅه کړي وي.» ند پرايس دا «د کرکې وړ» او «ناوړه» عمل وباله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه چې آیا د واشنګټن په فکر د اردوغان څرګندونې په دې معنی دي چې د دواړو هېوادونو يعني سويډن او فنلند پر مخ د ناټو دروازې د تل له پاره بندې شوې.

ند پرايس وويل: «دا يوه پريکړه او توافق ته د رسېدو خبره ده چې سويډن او فنلند پرې باید له ترکیې سره يو شي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: