1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويډن: د قرآن تر سوځولو وروسته د اسلامي هېوادونو غبرګونونه

۱۴۰۱ بهمن ۲, یکشنبه

په سويډن کې د ښي اړخو له لاسه د قرآنکريم د يوې نسخې سوځونې په ډېرو مسلمانو هېوادونو کې کرکه راپارولې ده. د سويډن خارجه وزير دغه عمل غندلی، خو حکومت يې تر مخه د ښي اړخو دغې مظاهرې ته اجازه ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/4MY3a
راسموس پالودان د مهاجرت او اسلام ضد يو ښي اړخی دی
راسموس پالودان د مهاجرت او اسلام ضد يو ښي اړخی دیانځور: DHA

په سويډن کې د ترکيې تر سفارت مخکې د قرآنکريم د يوې نسخې تر سوځول کېدو وروسته د سويډن د بهرنيو چارو وزير، توبياس بيلستروم، دغه کار د »سلام ضد پارونې« په توګه غندلی دی. د بيلستروم په خبره »په سويډن کې د بيان ډېره زياته آزادي شته، خو دا په دې معنی نه ده چې د سويډن حکومت يا زه خپله له شوو څرګندونو څخه ملاتړ کوم.«

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان بيا له سويډن څخه غوښتي دي چې د دغه »قهرجن جنايت« تنظيمونکو ته سزا ورکړي. دغه سازمان ويلي چې ياد »پارونکی عمل« مسلمانان په نښه کوي، د هغوی »سپېڅلي ارزښتونو« ته سپکاوی دی او »د اسلام سره د ضديت د پراخوالي يوه بله د خبرداري وړ بېلګه« ده. سعودي عربستان بيا ټينګار کوي چې »د ديالوګ، زغم او همکارۍ ارزښتونه بايد خپاره او قهر او افراطيت بايد رد شي.«د ترکيې دفاع وزیر خپل سويډني سیال سره کتنه لغوه کړه، خو ولې؟

متحده عربي اماراتو ويلي چې د »هر ډول اعمالو« ضد دي چې هدف يې د »امنيت او ثبات نقضول« دي. 

ښي اړخي سياستوال، راسموس پالودان چې د اسلام او مهاجرو ضد د »سترام کورس« يا په پښتو »سرسرختې تګلارې« په نوم د يوه ګوند مشر دی، د شنبې په ورځ په ستاکهلم کې د ترکيې سفارت مخکې يو ساعت وينا کړې وه او ورپسې يې د يوه لايټر په مرسته د قرآنکريم يوه نسخه سېځلې وه. په وينا کې يې هم د اسلام او د کډوالو ضد څرګندونې کړې وې. ورپسې ترکيې د جنورۍ د ۲۷مې له پاره پلان شوې د سويډن له دفاع وزير، پال جونسن، سره ليدنه کتنه لغوه کړه. د ترکيې د ولسمشر وياند، ابراهيم کالين، »پر سپېڅلو ارزښتونو« دغه بريد »عصري بربريت« وباله او و يې غانده.ترکیه اوس هم له ناټو سره د سویډن د یوځای کیدو مخالفت کوي

جونسن غوښتل د خپل سفر په ترڅ کې ترکیه قانع کړي چې په ناټو کې د سويډن له غړيتوب سره مخالفت پرېږدي. ترکيه او هنګري د ناټو غړي يوازني هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه يې په ناټو کې د سويډن غړيتوب نه دی منلی. انقره د نورو غوښتنو تر څنګ دغه شرط لري چې سويډن کې د کردي فعالينو پر ضد زياتې هلې ځلې پورته شي چې د ترکيې حکومت دغه کردان »تروريستان« بولي.

آ./ن.ص./ا.ا.