1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن غني ته په وروستۍ تلیفوني اړيکه کې څه مشوره ورکړې وه؟

۱۴۰۰ شهریور ۱۰, چهارشنبه

ولسمشر جو بايدن او پخواني افغان ولسمشر غني په خپل وروستي تليفوني تماس کې پر سياستي تګلاره او پوځي مرستو خبرې کړې وې. خو دواړو ظاهراً نه د طالبانو د چټک پرمختګ تمه لرله او نه هم ورسره مقابلې ته چمتو ول.

https://p.dw.com/p/3zluZ
USA I Washington I Afghanistans Präsident Ashraf Ghani und Präsident Joe Biden
انځور: Susan Walsh/AP

رويترز خبري آژانس ويلي دي چې دوی ته د امريکا ولسمشر جو بايدن او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ د ترسره شويو خبرو اترو جزيات په لاس ورغلي دي. دغه تليفوني مکالمه د جولای پر ۲۳ نېټه شوې وه او دواړو مشرانو کابو ۱۴ دقيقې خبرې کړې وې. او د اګست پر ۱۵مه نېټه بيا طالبانو کابل و نيو.

رويترز وايي چې د دواړو مشرانو ترمنځ د شويو تليفوني خبرو متن دوی ته يو چا په دې شرط ورکړی دی چې هویت به یې نه بربنډيږي ځکه چې نوموړی د دې متن د ورکړې اجازه نه لري. رويترز ویلي چې هغوی د دې متن د تائيد په موخه دغه خبرې ارزولي دي او  تليفوني مکالمه یې هم اوريدلې ده.

د بايدن او غني ترمنځ څه ويل شوي

ولسمشر بايدن د خبرو په ترڅ کې اشرف غني پوښتلی چې آیا هغه د افغانستان د مخ پر خرابيدونکي وضعيت د کنترول له پاره کوم پلان وړاندې کولی شئ. هغه زياته کړې: «که موږ پوه شو چې داسې کوم پلان شته نو موږ به هوايي مرستې ته ادامه ور کړو.»

تر دې تليفوني خبرو څو ورځې مخکې امريکا د افغان امنيتي ځواک د مرستې له پاره هوايي بريدونه کړي ول. طالبانو دا بريدونه د دوحې د تړون څخه سرغړونه بللې وه.

امريکايي ولسمسر اشراف غني ته د طالبانو پر وړاندې د پرمختګ له پاره د یوې پياوړې پوځي تګلارې د ترتيبولو او يوه «سر ښندونکي عسکر» ته د دې مسؤليت د سپارولو مشوره ورکړې وه چې تر دې وروسته جنرال بسم الله محمدي د دفاع وزير په توګه انتخاب شوی وو.

بايدن د امريکا په مالي مرسته د روزل شويو افغان وسله وال ځواک ستاينه کړې وه او غني ته یې ويلي ول: «يوازې د ۷۰ او ۸۰ زرو په مقابل کې تاسې ۳۰۰ زره ښه روزل شوی ځواک لرئ چې په بشپړه مېړانې سره جګړه کولی شي.»

Afghanistan| ein US-Militärflugzeug startet am Flughafen in Kabul
انځور: Wali Sabawoon/AP/picture alliance

خو تر دې يو څو ورځې وروسته ولیدل شول افغان پوځ تر عادي مقاومت او يا پرته له جګړې خپله وسله پر ځمکه کيښوده.

د بېل انځور د وړاندې کولو اړتيا

د رويترز په حواله د خبرو پر وخت بایدن زياتره وخت د ستونزو په تړاو د افغان حکومت پر نقطه نظر خبرې وکړې. بايدن ويلي ول: «زه نه غواړم ووايم چې په نړۍ کې او د افغانستان په مختلفو برخه کې خلک څه فکر کوي. زه په دې آند يم چې د طالبانو پر ضد جګړه کې هر څه سم پر مخ نه دي روان او دا چې دا صحيح دي او که نه، خو د يوه بېل انځور د وړاندې کولو اړتيا ده.»

قبرس د پخواني ولسمشر اشرف غني د پناه غوښتني خبره رد کړه

بايدن غني ته مشوره وکړې وه چې که د افغانستان د مطرح سياسي شخصيتونو سره يوه مطبوعاتي غونډه ترسره شي چې پکې هغوی د پوځ له نوې تګلارې ملاتړ وکړي، نو له دې سره به د خلکو فکرونه بدل شي او زما په آند دا کيدای شي د ډېر تغیر باعث وګرځي.»

«پاکستان له طالبانو سره مرسته کوي»

اشرف غني بايدن ته ويلي ول: «موږ د طالبانو له يوې بشپړې حملې سره مخ يو چې د طرحې او لوجستيک په برخه کې د پاکستان د بشپړ ملاتړ څخه برخمنه ده. له دوی [طالبانو] سره لږ تر لږه له لسو تر پنځلسو زرو پورې نړيوال ترهګر هم مل دي چې اکثريت یې پاکستانيان دي.»

افغان چارواکو او امريکايي کارپوهانو تل دا ادعاوې کولې چې پاکستان له طالبانو سره مرسته کوي. دا په داسې حال کې وه چې په واشنګټن کې د پاکستان سفارت دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د سفارت يوه وياند رويتزر خبري آژانس ته ويلي دي چې په اصل کې اشرف غني د خپلو ناکاميو د پټولو له پاره داسې ناسمې څرګندونې کولې.

رويترز خبري آژانس له اشرف غني سره هم د تماس هڅه وکړه خو بریالی نه شو. نوموړي د اګست پر ۱۸ نېټه له متحده عربي اماراتو څخه خلکو ته په خپل پېغام کې ويلي ول چې ځکه له افغانستان ووت چې هلته د نوې وېنې توېدنې مخه ونیوله شي.

Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
انځور: Alexander Zemlianichenko/AFP

د اشرف غني او جو بايدن له تليفونې مکالمې څخه دا څرګنديږي چې هغوی دا هیڅ نه شو اټکل کولی چې يوازې ۲۳ ورځې وروسته به هر څه د طالبانو په ګټه تمام شي. بایدن اشرف غني ته ويلي ول: «موږ به په سفارتي، سياسي او اقتصادي توګه په پوره ځواک سره مبارزې ته دوام ورکړو څو دا خبره يقيني کړو چې نه يوازې ستا حکومت پر ځای پاتې شي، بلکې دا دوام او پرمختګ هم وکړي.»

سپينې ماڼۍ د دې تليفوني خبرو په تړاو له هر ډول تبصرې ډډه کړې ده.

د غني او کرزي ترمنځ اختلافات

بايدن او غني په افغانستان کې پر سياسي لانجو هم خبرې کړې وې.

کله چې بايدن له غني څخه پوښتلي ول چې په مطبوعاتي کنفرانس کې به د پخواني ولسمشر حامد کرزي شاملول څنګه وي، نو غني دا خبره رد کړې وه. هغه ويلي ول: «کرزی به ګټور تمام نه شي. هغه يو بل ډول سړی دی. وخت ډېر لږ دی او موږ هر څوک په دې کې نه شو شاملولی.»

غني: که پاتې وای د افغانستان جمهور رییس به یو وار بیا په دار ځړول شوی وای

اشرف غني زياته کړې وه: «موږ څو میاشتې له حامد کرزي سره خبرې وکړې. په وروستي ځل مې ورسره ۱۱۰ دقيقې خبرې وکړې خو هغه زه ملامتولم. هغه پر ما د امريکا د چاپلوسۍ تور لګوي.»

بايدن د دې په ځواب کې وويل: «سمه ده، زه خپله مشوره بیرته اخلم.»

رويترز د حامد کرزي د نظر اخيستلو هڅه هم کړې ده، خو بریالی شوی نه دی.

د بايدن او غني ترمنځ تر دې تليفوني تماس کابو دوې اونۍ وروسته طالبانو کابل ونیوه چې تر دې وروسته امريکا وويل چې د خپل هيواد دفاع د افغان امنيتي ځواکونو مسئوليت دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)