1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

انتونيو گوتیرش

انتونيو گوتیرش د ملگرو ملتونو نهم عمومي منشي دی. گوتیرش د پرتگال پخوانی لومړی وزير وو او تر دې مخکې یې د ملگرو ملتونو د مهاجرو د عالي کميسار په توگه هم دنده ترسره کړې ده.

انتونيو گوتیرش د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر لومړۍ نیټه د ملگرو ملتونو د عمومي منشي په توگه په کار پېل وکړ. تر دې دمخه نوموړی د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیسار وو. هغه له ۱۹۹۵ م څخه تر ۲۰۰۰ م کال پورې د پرتگال د سوسيالستي گوند د غړي په توگه د دغه هېواد لومړی وزير وو. هغه په اروپايي ټولنه کې د پرتگال د شامليدو له پاره د مذاکره کوونکې ډلې غړی وو. گوتیرش چې په ۱۹۴۹م کال کې په ليزبن کې زيږيدلی دی، په ۱۹۷۴ م کال کې سياست ته داخل شو. په دې پاڼه کې د انتونيو گوتیرش په اړه مطالب موندلی شئ.