1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعه

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو مشر، ولکر تورک، وايي چې ښځې په افغانستان او ایران کې له خپلو حقونو څخه د محرومولو په موخه تر «سیستماتيک» بريد لاندې دي او غواړي چې چارواکو سره د خبرو له پاره کابل او تهران ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/4LoJe
د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو مشر، ولکر تورک
د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو مشر، ولکر تورکانځور: Salvatore Di Nolfi/KEYSTONE/dpa/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمشنر، ولکر تورک، د فرانسې خبري آژانس سره په يوه مرکه کې ويلي دي چې هغه غواړي کابل او تهران ته ولاړ شي تر څو له چارواکو سره د ښځو د حقونو پر موضوعاتو مخامخ خبرې وکړي. تورک په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله سخته اندېښنه ښوولې ده: »په افغانستان کې [وضعيت] له بده بدتر دی.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې: «کوم ظلم چې اوس پر ښځو د ترسره کېدو په حال کې دی، ساری نه لري.»

خو هغه ويلي دي چې دی باوري دی چې د دغه وضعیت عاملین به بلاخره له ماتې سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو کمیسار: په افغانستان کې ښځې په بې ساري ډول ځپل کیږي

تورک وویل، دا ډيره د اندېښنې وړ خبره ده چې د بشري حقونو د نړېوالې اعلامېې تر خپرېدو نژدې ۷۵ کاله وروسته، د ښځو او نجونو د حقونو د سلبولو له پاره هڅې ډيرې شوي دي.

۷۵ کلن تورک چې په خټه اتریشی دی، د تيرکال په اکتوبر مياشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وټاکل شو. هغه وایي: «زه د [ښځو او نجونو] څنډې ته کولو په هکله ډېر اندېښمن یم.» نوموړي زیاته کړه: «موږ دا په مختلفو طريقو، د دسیسو له لارې وينو.»

افغان ښځې ملګرو ملتونو ته: «موږ یې حذف کړي يوو»

په داسې حال کې چې له ښځو سره د ضدیت او د جنسيت د برابرۍ له پاره د هڅو مخنيوی، کومه نوې پدېده هم نه ده، خو تورک خبرداری ورکوي چې په حاضر وخت کې «د ښځو د حقونو پر وړاندې [مخالفتونه] په ډیرو سیستماتیکو او ډيرو سازمان ورکړل شوو طریقو سره ترسره کيږي.»

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شول چې له هغه وخت راهیسې تر دا مهاله ېې د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه وضع کړي دي. دوی په ابتدا کې د کړې ژمنې خلاف، د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او ليسې وتړلې او په وروستيو کې ېې اعلان وکړ چې ښځې او نجونې دې تر امر ثاني پورې پوهنتونونو ته نه ځي او په غیردولتي موسساتو کې ېې هم له کار کولو منع کړي دي.

د آرشیف انځور - کابل - د طالبانو لخوا د ښځو د کار او تعلیم په هکله د لګول شوو محدودیتونو په غبرګون کې افغان ښځو په کراتو اعتراضونه کړي چې تر ډيره ېې مخه نیول شوې ده
د آرشیف انځور - کابل - د طالبانو لخوا د ښځو د کار او تعلیم په هکله د لګول شوو محدودیتونو په غبرګون کې افغان ښځو په کراتو اعتراضونه کړي چې تر ډيره ېې مخه نیول شوې ده انځور: Getty Images

افغان میرمنې د مکتبونو د تړل کیدو له بدو عواقبو خبرداری ورکوي

تورک په دغې مرکې کې ويلي دي چې هغه غواړي افغانستان ته سفر وکړي او طالب چارواکو سره د ښځو د کار او تعلیم په هکله او دا چې ښځې د دوی د هیواد په پرمختګ کې برخه ولري، بحث او خبرې اترې وکړي. نوموړي وويل چې افغانستان ته د تلو له پاره د «یو مناسب فرصت موندلو» په لټه کې ده.

تورک همدارنګه ويلي دي چې غواړي ایران ته هم سفر وکړي، چېرته چې په سپتمبر مياشت کې د مهسا اميني تر مړېنې وروسته پکې سخت اعتراضونه روان دي. هغه وويل چې ایراني چارواکو تر اوسه ورته غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز ېې په اوسلو کې دی وايي چې د ایران په اعتراضونو کې نژدې ۵۰۰ کسان وژل شوي په داسې حال کې چې په زرونو نور بیا نيول شوي دي.

نديم: که آبادي او تمدن مو هدف وی نو جګړې ته څه ضرورت وو

د ښځو په تړاو د طالبانو وروستي اقدامات په هیواد دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. خو طالبانو وايي چې هیوادونه دې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

په غیردولتي موسساتو کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کارونو تر محدودیت لګولو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمايندګۍ سرپرست او مرستیال، مارکوس پوتڅل، د طالبانو د رئيس الوزار له مرستيال، مولوي عبدالسلام حنفي سره کتلي وو. پوتڅل ويلي ول چې له کاره د ښځو مخنوی، په افغانستان کې ميلیونونو خلکو ته زیان رسوي او په دغه هیواد کې نارينه، ښځو او ماشومانو ته د حياتي مرستو د رسولو مخنيوی کوي.

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (2016):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل