1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهمیانمار

ملګري ملتونه: میانمار ۷ نور محصلین پر اعدام محکوم کړي

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

ملګري ملتونه وايي د میانمار پوځي حکومت روانه اوونۍ لږ تر لږه ۷ نور زده کوونکي پر اعدام محکوم کړي دي. دې سره په اعدام د محکوم شوو کسانو شمیر ۱۳۹ ته رسيږي. د اعدام د څلورو نورو حکمونو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4KQld
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر، فولکر تورک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر، فولکر تورکانځور: Denis Balibouse/REUTERS

د ملګرو ملتونو سازمان، میانمار تورن کړی چې د اعدام له سزا څخه د خپلو «مخالفانو د ځپلو د یوې وسيلې» په توګه استفاده کوي. د فرانسې خبري آژانس ليکي، دغه آژانس هڅه وکړه تر څو د نوو اعدامونو حکم د تصدیق په خاطر د میانمار د پوځي حکومت نظر واخلي خو د حکومت ویاند د دوی ټيلفون ته ځواب نه دی ورکړی.

د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ میاشت کې د میرمن آنګ سان سوچي پر ملکي حکومت پوځي کودتا وشوه او دې سره يې په دغه هیواد کې د دیموکراسۍ لنډه دوره پای ته ورسوله. له هغه وخت راهیسې د آسیا په جنوب شرق کې پروت دغه هیواد په هرج و مرج کې واقع دی.

آنګ سان سو چي په ۳ کاله حبس محکومه شوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر، فولکر تورک، په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې لږ تر لږه د پوهنتون ۷ نارينه محصلين د چهارشنبې په ورځ په یوه پوځي محکمه کې د تړلو دروازو تر شا پر اعدام محکوم شوي دي.

تورک زیاته کړې «د اعدام له سزا څخه د مخالفانو د ځپلو په موخه د يو سیاسي ابزار په توګه استفاده، د آسیايي او نړیوالې ټولنې د هغو هڅو پر وړاندې د میانمار د پوځ کرکه ثابتوي، کوم چې غواړي په میانمار کې تاوتریخوالی د تل له پاره پای ته ورسیږي او دغه هیواد يې له بشري بحران څخه کوم چې د پوځ له خوا ایجاد شوی، ایستلی وي.»

په میانمار کې د دموکراسۍ پلونکو اعتراض
په میانمار کې د دموکراسۍ پلونکو اعتراضانځور: Edd Castro/Pacific Press/picture alliance

د میانمار پخوانۍ ولسمشره په ۴ کاله حبس محکومه شوه

ځايي رسنیو ويلي دي چې په يانګون کې د مستقر پوهنتون اړوند محصلين په اپریل مياشت کې پر یوه بانک باندې ډزو کې د ښکيلتيا په تور، نيول شوي ول.

د میانمار د مشهور پوهنتون، داګون، د محصلانو اتحاديې په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «محصلينو ته د اعدام سزا ورکول د پوځ یو غچ اخیستونکی عمل دی.»

ملګري ملتونو همدارنګه د څلورو نورو ځوانو فعالينو په اړه هم تحقیقات کوي چې رپوټونه وايي د پنجشنبې په ورځ پر اعدام محکوم شوي دي. تورک ويلي دي چې د میانمار پوځ خپلو مخفي محکمو ته د محکمو د اساسي اصولو خلاف ادامه ورکوي.

په میانمار کي له مظاهره کوونکو سره د پوليسو سخت چلن

په میانمار کې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او تويټر ډیرو کارونکو د اعدام له سزا سره مخالفت ښودلی او د «زموږ پر محصلینو د اعدام سزاوې بندې کړئ» په څیر هیشتکونه يې په لاره اچولي دي.

په میانمار کې د اعدام وروستي حکمونه په جولای میاشت کې د څلورو بندیانو تر اعدامیدو وروسته اعلانيږي. په يادو څلورو اعدامیانو کې د پخواني پارلمان يو غړی زائر تاو او د دیموکراسۍ فعال کیاو مین یو چې تر ډيره په جيمي پيژندل کېده، هم شامل ول.

AFP)/mks/mns)

د روهنګیايي مهاجرو پر موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: