1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مرستو کمښت افغانان له قحطۍ سره مخ کولی شي»

۱۴۰۲ فروردین ۱, سه‌شنبه

د خوړو نريوال پروګرام ويلي دي چې د مالي مرستو کمښت کيدای شي سږ کال د افغانستان په ځينو سيمو کې د قحطۍ باعث شي. دغه سازمان زياته کړې ده چې ښايي تر ۹ ميليونه زياتو افغانانو ته د خوراکي توکو مرسته ونه رسيږي.

https://p.dw.com/p/4Oyi7
په افغانستان کې د قحطۍ په اړه اندیښنه
په افغانستان کې د قحطۍ په اړه اندیښنهانځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د بشري مرستو يوې سترې بستې د پراخې قطحې د رامنځته کيدو مخه ونيوله خو اوس يو ځل بيا په دغه هېواد کې د قطحۍ د رامنځته کيدو ويره مخ پر زياتېدو ده.

د « World Food Programme» یا د خوړو نړيوال پروګرام  د افغانستان د برخې مشرې هسياو – وای لي په دې اړه وويل: «د هغه [مرستو] له کبله موږ توانيدلي وو چې د قحطۍ مخه ونيسو. خو که موږ چېرې هغه مرسته [يو ځلي بیا] ونه کړای شوه، نو يوې ډېرې ناوړه سناريو سره به مخ شو.»

اړونده موضوع: د خوړو نړېوال پروګرام: بشري مرستو له پاره بوديجه کمه شوې

د معلوماتو په حواله د خوړو نړيوال پروګرام دمګړۍ د مارچ او اپريل میاشتو له پاره د ۹۳ میليونه ډالرو د کمښت سره مخ دی چې له دې کبله یې د څلورو میليونو افغانانو راشن يا جيره د هغه ۵۰ سلنې ته راکښته کړې چې هغوی ورته اړتيا لري.

زياته شوې چې که چېرې په راتلونکو اونیو کې دا پروګرام د مالي مرستو ژمنه ترلاسه نه کړي نو نور ۹ ميليونه کسان به د راتلونکې مياشتې له پاره هیڅ ډول خوراکي توکو ته لاس رسی پيدا نه کړي.

د خوړو د نړيوال پروګرام دا څرګندونې تر هغه وروسته لومړۍ انديښنې دي چې نړيوالو چارواکو خبرداری ورکړی وو چې په ټوله نړۍ کې مخ پر زياتيدونکی بيړنی وضعيت او ننګونکی اقتصادي وضعيت او په دې حالت کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدوديتونه کيدای شي بسپنه ورکوونکي پر شا کړي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدوديتونه په ټوله نړۍ کې د نيوکې باعث ګرځيدلي. د طالبانو اداره وايي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته درناوي لري او پر داسې يوه لارښود کارکوي چې په غير دولتي موسسو کې د ښځینه کارونکو له پاره مقررات روښانه کړي.

اړونده موضوع: ډبلیو، اف پي: میلیونونو کسانو ته مو مرستې رسولي؛ خلک: اړمنو ته نه دي رسیدلي

د خوړو د نړيوال پروګرام د افغانستان د برخې مشرې لي وويل چې په دسمبر میاشت کې د طالب چارواکو له خوا په غير دولتي موسسو کې د افغان ښځو د کار د بندیز پريکړه يو «ويجاړونکی وار» دی.

هغې وويل: «د دې بندیز په پس منظر کې شريکانو [بسپنه ورکونکي] په افغانستان کې د مالي ملاتړ پر خپلو ګامونو له سره غور پېل کړی دی او کيدای شي چې مرستې راکمې شي.»  

نوموړې وویل: «دا خبره د هر چا په سر کې ده او موږ اړتيا لرو چې په مسلسله توګه یې ور په ياد کړو چې بشري مالي مرستې بايد غیر سياسي وي.» لي زياته کړه چې د خوړو له نړيوال پروګرام څخه زياتره ګټه پورته کوونکي ښځې او ماشومان دي.

نوموړې موازې بحرانونو ته هم اشاره وکړه چې په اوکراين د جگړې او د سوریې او ترکیې د زلزلې له وجې رامنځته شوي دي.

اړونده موضوع: ملګري ملتونه: ۳۴۵ ميلیونه انسانان د لوږې له بحران سره مخ دي

لي وويل چې د خوړو نړيوال پروګرام نظارت کاوه څو ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې هم هغو ځایونو ته ځان ورسولی شي چېرته چې خوراک او نغدې پېسې ويشل کيږي او دا چې طالب چارواکو په ځينو ساحو کې د مرستندويه ټولنو ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړې ده.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

لي زياته کړه چې د خوړو نړيوال پروګرام نه يوازې له خپلو سترو دودیزو بسپنه ورکوونکو، بلکې د سيمې له هېوادونو او شخصي سازمانونو هم غوښتنه کړې، څو د راتلونکو شپږو مياشتو له پاره د اړتيا وړ ۸۰۰ میلیونو ډالرو په راټولو کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د مالي معلوماتو په حواله د خوړو نړيوال پروګرام تېر کال د افغانستان له پاره څه نا څه ۱،۷ میليارډه ډالره له يو شمیر حکومتونو او موسساتو څخه ترلاسه کړي دي.

امریکا متحده ایالات، بريتانيا او آلمان د دې پروګرام په سترو بسپنه ورکوونکو کې شامل دي، خو د ملګرو ملتونو له معلوماتو نه ده څرګنده شوې چې کوم بسپنه ورکونکي خپلې مرستې کمې کړي دي.

ب. ص/ ش. ن (Reuters)

زموږ له آرشیف څخه: