1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: ۳۴۵ ميلیونه انسانان د لوږې له بحران سره مخ دي

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

د م.م. د خوړو پروګرام مشر د پنجشنبې په ورځ د «د یوه بې ساري ستر بيړني حالت» څخه خبرداری ورکړی. دغه سازمان وايي تر ۳۴۵ میلیونه پورې وګړي له شديدې لوږې سره مخ او ۷۰ میلیونه نور بېا په اوکراین کې جګړې لوږې ته نژدې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4GxKk
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
افغانستان چې پر بهرنيو مرستو یو متکي هیواد دی، د طالبانو په واکمنېدو سره په کې د لوږې د بحران کچه لا لوړه شوې دهانځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړېوال پروګرام مشر، ديويډ بېئسلي، د دغه سازمان د امنيت شورا ته وويل چې دا وخت په ۸۲ هیوادونو کې ۳۴۵ میليون وګړي د غذايي موادو له شدید کمښت سره د مخ کېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه په دغو سیمو کې موسسات فعالیت کوي او له شدېدې لوږې سره د مخ شوو خلکو شمیر په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا تر خپرېدو څخه د مخکې وخت په پرتله دوه نیم برابره لوړ شوی دی.

بېئسلي وويل په دې ډله کې په ۴۵ هېوادنو کې ۵۰ ميلیونه خلک له ډيرې شدېدې خوارځواکۍ څخه کړيږي چې په خبره ېې «د قحطۍ دروازې ټکوي». هغه دا د نه باور وړ یو ناوړه وضعیت وښود.

«د لوږې څپه اوس د لوږې سونامي ده»

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي په نړۍ کې د شخړو ډېرېدو، د وبا ناوړه اقتصادي اثراتو، اقليمي تغیراتو، د سوند موادو د بېو لوړېدو او په اوکراین کې جګړې ته په اشارې وويل چې «هغه څه چې مخکې د لوږې څپه وه اوس د لوږې سونامي ده.»

د بېئسلي په خبره، له کله نه چې روسېې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر خپل ګاونډي پوځي یرغل کړی، د خوراکي او سوند موادو او دغه راز د زراعتي سرې بېې خورا لوړې شوي او دغې جګړې ۷۰ میليونه خلک قحطۍ ته ورنژدې کړي دي.

افغانستان کې د لوږې کړکیچ

په اوکراين کې د جګړې له پېلېدو سره په ميلیونونو ټنه غله جات په اوکراین کې بند پاتې سول او دا چې اوکراین د غله جاتو یو مهم صادرونکی هیواد ګڼل کيږي، د غله جاتو نه صادریدل ېې پر نړېوال بازار چټک منفي اغیز پرېښود.

روسېه او اوکراین په جولای میاشت کې د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې ېې نړيوال بازارونو ته د اوکرايني غله جاتو او روسۍ سرې صادرات د تورې بحيرې له درو بندرو څخه له سره پيل شول.

د خوراکي موادو د لا ډير کمښت خبرداری

خو بېئسلي وويل چې د غله جاتو د تړون سربېره، لا هم «روان کال په مختلفو برخو کې واقعي او خطرناکه قحطي موجوده ده.» هغه زیاته کړه، «که چېرته موږ وړ اقدامات ترسره نه کړو، کېدای شي د خوراکي موادو د بېې اوسنی بحران به په ۲۰۲۳م کال کې د خوراکي موادو د نه لاسرسي بحران ته داخل شي.»

«په افغانستان کې د خوراکي توکو وضعیت لاپسي خراب سوی»

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تر دې مخکې د خوراکي موادو د ناډاډمنتيا په هکله خپل تمرکز پر جګړه ځپلو سیمو لکه ايټوپيا، د نایجریا شمال ختيځ، سويلي سوډان او یمن باندې درلود، خو اوس د بېئسلي تر څنګ د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه چارو مشر، مارتین ګريفيتس په سوماليا او افغانستان کې هم د غذايي بحران خبرداری ورکوي.

دغه دوه چارواکي په وروستیو کې سومالیا ته تللي ول او ګريفيتس بیا افغانستان د لوړ غذايي بحران سره مخ هيواد په توګه په نوملړ کې راوستلی دی.

ګريفيتس د سومالیا په هکله اندېښنه وښوده او وې ويل چې په «سومالیا کې به قحطي رامنځ ته شي،» او زیاته ې کړه چې «مطمېن اوسي چې دا به يوازينی ځای نه وي» چې قحطۍ به پکې رامنځ ته کيږي.

د قحطۍ تر ټولو شديده کچه

Welternährungsprogramm der Vereinten Nationen
د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي وايي چې وروستيو ارزونو ښوولې ده چې «په سلونو زره خلک د لوږې له یو فاجعه يي حالت سره مخ ديانځور: Maciej Moskwa/NurPhoto/picture-alliance

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي وويل چې وروستيو ارزونو ښوولې ده چې «په سلونو زره خلک د لوږې له یو فاجعه يي حالت سره مخ دي،» په دې معنی چې دوي د «قحطۍ» په تر ټولو شدیده کچه کې دی.

ديويډ بېئسلي آن په اپریل میاشت کې د انجیل مقدس کتاب ته د وخت لوږې او قحطۍ څخه خبرداری ورکړی وو. هغه وویل: «موږ یو ځل بیا په څنډه کې قرار لرو، حتی له هغه هم په خراب وضعیت کې او موږ باید ټول هغه څخه چې کولی یې شو ترسره ېې کړو.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال سازمان مشر وويل، د نړۍ له لوږۍ سره مخ خلک پر موږ باندې حساب کوي او موږ نه باید هغوی لاندې پرېږدو.»

خیریه سازمان: افغانستان کې لوږه لا پسې ډیره شوې

افغانستان

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې پر نړيوالو مرستو متکي دی. ملګرو ملتونو سازمان تر دې مخکې ويلي دي چې د افغانستان له نېمايي څخه ډير نفوس د لوږۍ له بحران سره مخ دي.

تیرکال د طالبانو په واکمنېدو سره پر افغانستان بشري مرستې هم کمې شوي او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. بيکاري، خوارځواکي، د روغتيايي خدماتو کمښت او اقتصادي کمزورتيا هغه عمده ستونزې دي چې دا وخت افغانان ورڅخه کړيږي.

په وروستیو کې دغه هیواد زلزلې او سېلابونو نور هم زیانمن کړی او افغانان دا وخت له راروان سخت ژمي سره هم مخ دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

دلته پر اړونده موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم هم کتلۍ شئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب