1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د خوراکي توکو وضعیت لاپسي خراب سوی»

۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

د کېیر د مرستندویه سازمان په حواله په افغانستان کي د ښځو او کوچنیانو له پاره د خوراکي توکو په رسولو او اقتصادي وضعیت کي د پام وړ خرابوالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/4G0W7
Afghanistan, Kabul | mittellose Frau auf einem Markt
انځور: DW

د نوموړي سازمان د رپوټ په حواله ۸۷ سلنه مېرمنو ویلي دي چي د ۲۰۲۱م کال د اگست میاشتي په نیمايي کي واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسي د هغوی کورنی عاید په بې ساري ډول راکم سوی دی. 

په افغانستان کي له ۳۴۵ پوښتل سوو کورنیو څخه ۴۱ څرگنده کړې ده چي هغوی مجبور دي، یوه کم سنه لور واده کولو ته مجبوره کړي، تر څو د لوږي په دغه بحران کي ځانونه وساتلای سي.

د کېیر د آلماني  سازمان عمومي مشر، کارل-اوتو څینتل د چهارشنبې په ورځ د اگست په نیمايي کي لاد  نوموړي رپوټ خپریدو ته په اشارې سره وویل، نړیواله ټولنه باید اوس لاس په کار سي.

«لوږه کېدای شي له افغانانو تر ۲۰ کلنې جګړې ډيره قرباني واخلي»

د دغه سازمان د رپوټ په حواله ۲۹ سلنه پوښتل سوو ښځو ویلي دي چي په کورنیو کي یې بالغ کسان د خپلو کوچنیانو له پاره له ډوډۍ خوړلو څخه صرف نظر کوي. د هغوی لویه برخه وايي چي نارینه وو هڅه کوله ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چي مېرمني یې مخکي له دې چي هغوی د خپل رزق په هکله فکر وکړي، تغذیه سوي او که څنگه.

د نوموړي رپوټ له مخي ځیني کورنۍ د پخلي له پاره د گازو پر ځای د نورو موادو لکه پلاستیک څخه چی صحت ته هم سخت تاوان رسوي، گټه اخلي. پوښتل سوو ښځو د غربت د اوسني حالت تر ټولو عمده دلایل، نغدو پیسو ته نه لاس رسی (۷۵ سلنه)، د کار له لاسه ورکول(۶۰ سلنه) او وچکالي (۴۸ سلنه) بللی دي.

GP/NZ/AG