1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

په نړيوالو سيالو کې د افغان مهاجرو ښځو د فوټبال لوبډلې ګډون

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ مهر ۲, چهارشنبه

د فوټبال نړيوال فدراسيون «فيفا» خبر ورکړی دی چې د افغان مهاجرو د فوټبال ښځینه لوبډله راتلونکې میاشت په دوبۍ کې په يوه څلور اړخیزه لوبلړۍ کې برخه اخلي. دا به د دې مهاجرو ښځینه لوبغاړو لومړۍ رسمي نړيوالې لوبې وي.

https://p.dw.com/p/510ox
د استراليا په ملبورن کې د افغان کډوالو ښځو د لوبډلې يو تنه لوبغاړې د خوښۍ لمانځلو په حال کې
افغانستان له ۲۰۱۸م کال راهېسې د ښځو په رسمي مسابقو کې برخه نه ده اخیستې.انځور: Kelly Defina/Getty Images

فيفا يا د فوټبال نړيوال فدراسيون نن، چهارشنبه (۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲۴) ويلي دي چې د افغان مهاجرو ښځینه لوبغاړې به په دوبۍ کې د يوه ټورنامنټ په ترڅ کې لوبې ترسره کړي.

د فيفا له ملاتړه برخمنه د افغان ښځو دا لوبډله به چې د نړيوال جام سياليو د غوراوي په لوبو کې په رسمي توګه د افغانستان استازولي نه شي کولی، د اکتوبر له ۲۳ څخه تر ۲۹ مې نیټې پورې له کوربه لوبډلې متحده عربي اماراتو، چاد او لیبيا هیوادونو له لوبډلو سره مخامخ شي.

اړونده موضوع: ملاله یوسفزۍ: فیفا دې د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپیژني

افغانستان له ۲۰۱۸م کال راهېسې د ښځو په رسمي مسابقو کې برخه نه ده اخیستې او په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې د ښځو پر ورزش او لوبو باندې بندیز وضع شوی دی.

د افغان نجونو د فوټبال زده کړه او نا معلومه راتلونکی یې

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د فيفا د قوانينو له مخې مکلف دی چې له تبعيض څخه ډډه وکړي خو دغه فدراسيون د فوټبال له نړيوالو لوبو نه دی منع شوی.

اړونده موضوع: د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي ټیم ګول ساتونکې له آلمانه د اخراج له خطر سره مخ ده

د فوټبال نړيوال فدراسيون ويلي دي چې د فوټبال د راتلونکې میاشتې دا لوبې د فيفا د هغو هلې ځلو ښکاروندي کوي چې «د ښځو او نجونو له خوا د لوبو د ترسره کولو، د فوټبال هیلو، او د دې لوبې له لارې بريا ته د رسېدو د حق د ساتنې او د هغوی د تشويق له پاره یې ترسره کوي.»

د چاد او لیبيا د فوټبال ښځینه لوبډلو د فيفا په ترڅ کې د لوبېدو شرائط نه دي پوره کړي او متحده عربي امارات پکې بيا ۱۱۷ مقام لري.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber