1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تبعيد کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډډله چې رسميت نه لري

۱۴۰۲ فروردین ۳, پنجشنبه

د افغانستان د ښځو د فوټبال نړیواله لوبډله چې اوس په تبعید کې ده او په آسترالیا کې خپلو لوبو ته ادامه ورکوي، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) یې د افغانستان د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت نه پيژني.

https://p.dw.com/p/4P8xQ
Australien Melbourne | Afghanische Frauenmannschaft gegen Melton Phoenix
انځور: Kelly Defina/Getty Images

د دې لوبډلې د دفاعي لیکې لوبغاړې فاطمه مرسل سادات دویچه ویله ته وویل: دا ټیم «لکه په پردي هیواد کې دویمه کورنۍ» ده.

یونیم کال مخکې کله چې تندلارو طالبانو په افغانستان کې واک په لاس کې واخیست، مرسل سادات د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې لوبغاړې وه. نوموړې اوس هم د دې ټیم غړې ده. په هر حال دغه ۲۰ کلنه نجلۍ د آسترالیا د میلبورن په لوبغالي کې د افغان ښځینه لوبډلې کمیس اغوندي.

ملاله یوسفزۍ: فیفا دې د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپیژني

یو کال مخکې د آسترالیا لوبډلې مرسل سادات او نورو لوبغاړو ته یو نوی ورزشي چاپيریال برابر کړ، څو فوټبال ته د افغان ښځینه لوبډلې د بیرته ستنیدو ملاتړ وکړي. د هغه وخت راهیسې افغان ښځې د استرالیا په اووم لیګ کې لوبیږي.

اوس مهال د افغانستان د ډير شمیر لوبغاړو کورنۍ له افغانستان څخه بهر دي، خو یو شمیر کورنۍ بیا له افغانستان څخه د وتلو مالي توان نه لري او اوس هم په افغانستان کې په ویره کې ژوند کوي.

د فیقا له درجه بندۍ څخه محرومیدل

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې له کابل څخه په پرواز کولو سره په فیفا او د آسیا په کنفدراسیون کې خپل غړیتوب له لاسه ورکړ. دغه لوبډله له ۲۰۲۲م کال راهیسې د فیفا د ښځو په رده بندۍ کې شتون نه لري. د آسیا فوټبال کنفدراسیون هم په دې وروستیو کې دغه هیواد په پاریس کې د ښځو د انتخابي المپیک له پاره چې په اپریل میاشت کې پيلیږي، له سیالیو څخه ایستلی دی.

د فیبرورۍ میاشتې په پای کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون یوې اعلامیې هغه وخت غبرګونونه را وپارول چې د ښځو د یوې نوې لوبډلې رامنځته کولو اعلان یي وکړ او له افغانستان څخه بهر ښځو څخه یي غوښتنه وکړه چې په دې ټیم کې د غړیتوب ترلاسه کولو له پاره دې خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

ظاهراً هغه کس چې اوس هم لا د افغانستان کې د فوټبال فدراسیون د رسنیو رسمي مسئول دی او اوسمهال په البانیا کې ژوند کوي، د دې اعلامیې مسئول وو او د فیفا ملاتړ یې هم درلود.

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

زمونږ له ټویټر شبکې سره یوځای شئ:

د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې مشره خالده پوپل دویچه ویله ته وویل: «دغه بیانیه د فدراسیون په وسیله حذف شوه» نوموړې زیاته کړه: «فدراسیون په سیمه ایزو رسنیو کې اعلان وکړ چې هیڅ څوک له هیواده بهر نه شي کولی له دوی[د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي ټیم] څخه استازیتوب وکړي.»

آغلې پوپل په ۲۰۰۷ م کال کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي ټيم لومړۍ لوبډلمشره شوه. په ۲۰۱۸ م کال کې هغې او لږ تر لږه ۴ نورو ښځینه لوبغاړو کرام الدین کریم چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشروو، په پرله پسې ډول د ښځینه لوبغاړو په جنسي زورونې تورن کړ.

په همدې منځ کې آغلې پوپل د کلونو راهیسې په ډنمارک کې ژوند کوي او د «نجونو ځواک» په نامه یوه ټولنه یې جوړه کړې ده. دا وایي چې د افغانستان د فوټبال لوبغاړي اوس هم په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي: «تر اوسه پورې زمونږ تر ۱۵ کلنې کم عمر درلودونکو ملي لوبډله په افغانستان کې بنده پاتې ده».

حسین سیرت: ش.ن/ ب.ص