1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا افغانستان ته نور ځواکونه استوي

۱۴۰۰ فروردین ۲۸, شنبه

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر جو بايدن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نيټه اعلان کړې، دغه هیواد افغانستان ته نور ځواکونه استوي. دغه ځواکونه به په راتلونکو اوونيو کې په موقتي توګه افغانستان کې حضور ولري.

https://p.dw.com/p/3s9d5
Afghanistan US Militär Drohnen
د آرشيف انځورانځور: Reuters/J. Smith

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بايدن، اعلان کړی چې له افغانستان څخه به ټول امريکايي ځواکونه د روان کال د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې وباسي.

له واشنګټن څخه د اسوشتيد پریس خبري آژانس د پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت له قوله ليکي چې امریکا افغانستان ته نور ځواکونه د دې له پاره استوی تر څو له دغه هيواد څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په امنيت کې مرسته وکړي.

د پنټاګون وياند جان کربي چې دغه خبره يې د جمعې په ورځ وکړه، په دې اړه يې ډير جزئيات ورنه کړل خو ويې ويل چې پر دغې مسئلې لا کار روان دی.

خو هغه دومره وويل چې «دا منطقي ده چې ممکن دوی به په ځينو لوجستيکي برخو کې مرسته وکړي، ښايي د انجنيرۍ په ځينو برخو کې مرسته وکړي. کیدای شي د ځواکونو د محافظت له پاره د امکاناتو اړتيا وي، هغه هم په موقتي توګه او د دې له پاره چې د اخراج پروسه په ډاډمنه، امن او موثره توګه ترسره شوي وي.»

د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې ميشت خپل ټول ۲۵۰۰ ځواکونه به د سپتمبر مياشتې تر ۱۱مې پورې له دغه هيواده راوباسي. د سپتمبر يولسمه پر امریکا باندې د القاعده شبکې د تروریستي بریدونو له شلمې کلیزې سرې برابره ده.

د ۲۰۰۱ کال ياد بريدونه سبب شول چې امریکا پر افغانستان باندې پوځي حمله وکړي او تر اوسه يې په دغه هيواد کې پوځي حضور ولري.

د بايدن له دغه اعلان سره جوخت، د امریکا متحد ناټو هم اعلان کړی چې دغه سازمان هم د امريکا په څير ورته اقدام کوي، يعنې په ياده موده کې به له افغانستان څخه خپل څه باندې ۷۰۰۰ ځواکونه وباسي.

تيرکال د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د شوي تړون له مخې امریکا ژمنه کړې وه چې له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه د می میاشتې تر لومړۍ نيټې وباسي، خو بايدن يې پر ځای اعلان وکړ چې د می له لومړۍ څخه به د اخراج بهير پيليږي.

کربي چې په پنټاګون کې يې يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې د می مياشتې له لومړۍ څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پيل به طالبانو ته وښيي چې امریکا په خپله ژمنه عمل کوي، خو هغه زیاته کړه لا روښانه نه ده چې په ياده نيټه به په څه شمیر کې ځواکونه له افغانستانه وځي.

د امريکا د دفاع وزير، لويد اوستين او نورو د طالبانو له ګواښونو څخه خبره کړې ده او ويلي يې دې که چيرته طالبان پر امريکايي او یا د دوی د متحدانو پر ځواکونو او تاسيساتو حمله کوي نو له سخت غبرګون سره به يې مخ شي.

کبری دا هم وویل، لا روښانه نه ده چې د امريکا متحده ایالاتو ځينې ملګري يا قراردادیان به په افغانستان کې پاتې کيږي او که نه.

هغه وويل هدف دا دی چې د دفاعي څانګې ټول پرسونل راوښکل شي او «زه فکر کوم چې قراردادیان به د دې برخه وي.» خو د پنټاګون وياند زياته کړه چې دا لا روښانه نه ده چې آيا د ځینو روانو دلایلو پر اساس دې په افغانستان کې د ملاتړ په موخه د قراردادیانو کوم ډول پريښودل شي.

AP/mks/mns