1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعيت په اړه د ايمنستي رپوټ

۱۴۰۲ فروردین ۸, سه‌شنبه

د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې په نړۍ کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. د دغه راپور له مخې په افغانستان کې خلک تر سخت فشار لاندې دي او د رسنیو آزادي او د ښځو حقونه له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/4PNha
په افغانستان کې بشري حقونه
په افغانستان کې بشري حقونهانځور: Ebrahim Noroozi/AP/dpa/picture alliance

د بښنې نړیوال سازمان راپور په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې خلک تر سخت فشار لاندې دي، د ښځو حقونه، د رسنیو آزادي او د بیان آزادي مخ پر زياتیدونکی ډول نقض شوې او په سوله ایزو لاریونونو کې ګډون کوونکي له خپل سري نیونو، شکنجې او جبري ورکېدو سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته، په افغانستان کې وضعیت د پام وړ خراب شوی دی. طالبانو هغه ادارې وتړلې چې په تېر حکومت کې د جنسيت پر اساس د تاوتريخوالي د رامنځته شويو قضیو د څېړلو لپاره جوړې شوې وې. فقر هم د پرله پسې وچکالیو او طبیعي پیښو له امله لا پسې زیات شوی دی.

افغانستان،په کابل کې د نجونو ښوونځې. طالبانو له شپږم ټولگي پورته نجوني له ښوونځي منع کړی دي.
افغانستان،په کابل کې د نجونو ښوونځې. طالبانو له شپږم ټولگي پورته نجوني له ښوونځي منع کړی دي.انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشۍ اګنیس کالمار وویل: «په افغانستان کې طالبانو ظالمانه محدودیتونه وضع کړي، ښځې او نجونې یې د زده کړې، کار او ځان بسیاینې له حقونو څخه بې برخې کړي او په عامه توګه یې اعلان کړی چې ښځې د نارینه وو تابع دي.»

د مرګ سزا او په عام محضر کې په دُرو وهل

طالبانو د خپل مشر د حکم له مخې د تېر کال له نوامبر راهیسې خلک په عام محضر کې د غلا، نامشروع اړیکو او له ټولنیزو نورمونو څخه د سرغړونې په تور په دورو وهلي او په عام محضر کې یې اعدامونه هم ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي د مظاهره کوونکو ښځو د سملاسي آزادولو غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو راپور ته په اشارې سره ويلي دي

چې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کشاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شويې د هېواد په څو ولایتونو کې تر سلو ډېر کسان په لوبغالو کې په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.

شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوي

د ايمنستی انترنشنل سازمان د راپور پر بنسټ، پر دې سربېره، یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمايي څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې پورې لږ تر لږه ۲۳۷ د غير قانوني اعدامونه پېښې ثبت کړي دي. د ډسمبر په میاشت کې، ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د غیر قضایي وژنو لږترلږه ۶۹  پيښو راپور ورکړې چې ډیری یې د ملي مقاومت جبهې غړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان راپور کې ویل شوي: «د اعدامونو یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو په اړه سمې یا شفافې پلټنې نه دي ترسره شوي.» خو طالبانو د دا ډول سرغړونو راپورونه رد کړي دي.

د اقلیتونو په ساتنه کې د طالبانو ناکامي

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې پر توکمیزو او مذهبي ډلو د داعش د خراسان څانګې له خوا په هدفي بریدونو کې د ملکي تلفاتو لوړ شمیر ته په اشارې سره وویل: »د طالبانو چارواکي د دغو بریدونو په څیړلو کې پاتې راغلي او یا د اقلیتونو د ساتنې لپاره یې کافي اقدامات نه دي کړي. راپور زیاتوي چې طالبانو د اقلیتونو د ساتنې لپاره د پخواني حکومت امنیتي تدابیر لغوه کړي دي.

 ايمنستي همدا راز ويلي دي په  ۲۰۲۲ کال  کې، د پخوا په پرتله ډیر خلک په نړۍ  کې له خپلو اصلي ټاټوبو تېښتې ته اړ شوي دي. په ورته وخت کې، په میلیونونو خلک سړکونو ته راوتلي ترڅو د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

د اوکراین د ارپین پر پل ملکي وګړي د تيښتې په حال کې
د اوکراین د ارپین پر پل ملکي وګړي د تيښتې په حال کېانځور: Wolfgang Schwan/AA/picture alliance

په نړيواله کچه د تيښتو او مظاهرو کال

په آلمان کې د بښنې نړيوال سازمان عمومي منشي بیکو، دويچه ويله ته په دې اړه وويل: »په ۲۰۲۲م کال کې د بل هر کال په پرتله ډېر خلک له خپلو ټاټوبو تښتيدلي دي. په عين وخت کې په مليونو سړکونو ته د احتجاجونو په موخه راوتلي. خلک ځکه سړکونو ته راوتلي او تښتيدلي چې ژوند يې په خطر کې وو، ځکه چې تعقيبیږي او حقونه ترې اخيستل کيږي او ځکه چې بنسټیز بشري حقونه یې تر پښو لاندې کیږي.«

په آلمان کې د امنيستي انترنشنل عمومي منشي مارکوس ان بيکو
په آلمان کې د امنيستي انترنشنل عمومي منشي مارکوس ان بيکوانځور: AI Deutschland

 د بښنې نړیوال سازمان په اوکراین کې د روسیې د ځواکونو په ګډون د سروې شویو ۱۵۶ هېوادونو له ډلې څخه په ۲۰ کې جنګي جرمونه او د بشریت ضد جرمونه مستند کړي دي. په ۶۲ هیوادونو کې حکومتونو د غونډې جوړول، اتحادیې او د بیان ازادي محدوده کړې او په ۷۹هیوادونو کې، فعالین په خپل سر نیول شوي، ډیری شکنجه شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی. خو ځینې پرمختګونه شته چې د امید لامل کیږي. بيکو وايي: «د هغو خلکو زړورتيا او زغم چې په ايران، پيرو، ګرجستان او نورو ځايونو کې د آزادۍ او عدالت لپاره سړکونو ته راوتلي دي، د پام وړ دي. بل مثبت پرمختګ دا دی، چې دولتونو له بېروکراسۍ پرته له اوکراين څخه د جگړې له کبله تيښتې ته اړ شوي  په مليونونو  کډوال منلي دي.»

سربیره پردې، په سوریه، میانمار، اوکراین او ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تحقیقاتو سره، نړیواله ټولنه ښیي چې دوی غواړي مسؤل کسان حساب، ورکولو ته راکش کړي.