1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوي

۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

د ماشومانو د ژغورنې نړېوالې ادارې یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. افغانستان کې نوی ښوونیز کال پېلېدونکی دی، خو طالبان ولې لاهم پر خپل دریځ کلک ولاړ دي؟

https://p.dw.com/p/4OsAo
Afghanistan Schule für ehemalige Straßenkinder
انځور: picture-alliance/dpa/V. Melnikov

راتلونکې اونۍ افغانستان کې نوی ښوونیز کال پيلیږي، خو طالبانو لاهم تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړلي دي.

م.م: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد دی

د ماشومانو د ژغورنې نړيوالې ادارې یا Save the Children International په خپله وروستی اعلامیه کې ویلي د ۱۸ میاشتني بندیز پایله کې شاوخوا ۳ میلیونه نجونې له زده کړو پاتې شوي.

«تر ۳ میلیونو ډېرې نجونې چې پخوا یې په ثانوي ښوونځیو کې نوم ليکنه کړې وه، د طالبانو واک ته رسیدو سره سم د زده کړو له حقه محرومې شوې دي.»

د ماشومانو د حقونو د دفاع دغه سازمان وايي، د نجونو پر زده کړو او تحصیل د بندیز دوام سره هممهاله د ماشومانو ودونه ډېریږي، نیږدې نیمايي راتلونکي نسلونه له کاري ځواکه لویږي، کورنۍ به لا نور ډېرې بې وزلې شي او د هېواد په راتلونکې ویجاوړنکې اغیزې پریږدي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې ډېر ژر دې ټولو نجونو ته د زده کړو او لوړو زده کړو اجازه ورکړي چې د مارچ په ۲۱مه خپلو ښوونیزو مرکزونو ته وروګرځي.

هاخوا د چارو کتونکي وايي، د نجونو د زده کړو پروړاندې د طالبانو دریځ افغانستان په نړېواله کچه منزوي کړی.

د پوهنتون استاد نجیب الله جامع دویچه ویله ته وویل: «که په ټولنه کې د افغان ښځو مثبت کردار وي، که هغه په سیاست کې دی، که هغه په ټولنه کې دی او که هغه د ټولنې په رهبرۍ کې دی، کله چې ارزښت ورنه کړل شي، دا د افغانستان د محتاجۍ سبب کیږي، دا به افغانستان و پاکستان، ایران، سیمي او ټولې نړۍ ته محتاج او په لویه کې په انزوا کې وساتي.»

جامع وايي، پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار بندیز د شته سرپرست حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړی.

دغه سیاسي فعال زیاته کړه: «زمونږ دین، زمونږ کلتور، تاریخ او ټول ارزښتونه د ښځې له تعلیم، د ښځې له کار او په ټولنه کې د ښځې له مثبت رول څخه ملاتړ کوي، نو کله چې د ښځې له کار او زده کړو په دومره لوړه کچه حمایت موجود وي، نو کوم دلیل او څه ددې سبب کیدای شي چې ښځې باید کار او تعلیم ونه کړي؟»

دا څرګندونې داسې مهال کيږي چې تازه د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی چې د اسلامي فقهې په رڼا کې له نړېوالې ټولنې سره په همغږۍ غواړي افغانستان ته پلاوی واستوي، ترڅو طالبان د ښځو پر کار او زده کړو «قانع» کړي.

یونسکو د زده کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم کړه

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ویلي، چې ځانګړي استازي یې تردې وړاندې هم طالب چارواکو ته د ښځو د زده کړو او کار په اړه د پریکړې په هکله له سره د کتنې پيغام ور رسولی دی.