کرزی او زرداري په سيمه کي د امنيت پر خوندي ساتلو سره ږغېدلي
۱۳۸۹ شهریور ۲۵, پنجشنبهد پاکستان د جمهورريس آصف علي زرداري سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي کرزي وويل چي، هغوی دواړو د تروريستي شبکو چي دغه هيوادونه يي له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي، پر ضد د مقابلي پر نوولارو چارو باندي بحث وکړی.
کرزي وويل« موږ پر دې سره وغږيدو چي څنګه د تروريستانو پناه ځايونه، د هغوی مالي سرچينې، او د هغوی د روزني کمپونه له منځه يوسو. موږ په دې هکله هم سره وغږيدو چي د خپلو هيوادونو د امنيت د خوندي ساتني دپاره څنګه يو د بل سره همکاري پراخه کړو.»
هغه زياته کړه: په خبرو اترو کي دغه ډول يو وضاحت زموږ د دواړو هيوادونو د اړيکو د لا ټينګښت دپاره لاره پرانيزي.»
د کرزي څخه پوښتنه وسوه چي آيا د هغه حکومت لا تراوسه د طالبانو سره د خبرو اتبرو ليوالتيا لري که نه؟ هغه په جواب کي وويل:« موږ د تروريستي شبکو او القاعدې پرضد خپلي جګړې ته دوام ورکوو، خو په افغانستان او سيمه کي د امن او ثبات د تينګښت لپاره د پوځي امکاناتو ترڅنګ نوري لاري چاري هم لټو.»
هغه زياته کړه: « موږ د هغو طالبانو سره چي د القاعدې او نورو تروريستي شبکوغړي نه دي، زموږ اساسي قانون مني او زموږ سره ايډلوژيکي اختلاف نه لري د هغوی دپاره زموږ غيږه خلاصه ده.»
د پاکستان جمهورريس زرداري د افغانستان ستونزو ته په اشاري سره وويل:« پاکستان د دې لانجې د حل يو اړخ دی، نه ستونزه پيدا کونکی.»
هغه زياته کړه:« پاکستان او افغانستان دواړه د ترويزم د سرطان د ناروغۍ څخه رنځ وړي. زه يو ځل بيا وايم چي پاکستان د تروريزم پر ضد ولاړ دی.»
د کرزي حکومت هڅه کوي چي د طالبانو په شمول د خپلو وسلوالو مخالفينو سره روغه جوړه وکړي، د دغو مخالفينو يو شمير يې په پاکستان کي پټ دي.
پاکستان تر دې د مخه څو واري ويلي دي چي هغه د افغانستان د روغي جوړي په خبرو اترو کي کولای سي چي نقش ولوبوي.
د کرزي او زرداري د خبرو اترو څخه مخکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، عبدالباسط د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « په تيرو دوو کلونو کي زموږ د دواړوو هيوادونو په اړيکو کي ډير ښه پرمختګونه سوي دي او دې ليدني کتني دغه اړيکي نوري هم پياوړي کړي.»
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل