په جرمني کښي اسلامي کنفرانس د اختلافاتو سره ملگری ؤ
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۸, سهشنبهکه څه هم د اسلامي کنفرانس د جوړيدو اراده موجوده نه وه، خو سره له هغه هم کنفرانس داير سو . په دغه څلور ساعته کنفرانس کښي اسلامي ټولنو ، ځيني اسلامي شخصيتو ، او همدرنگه د جرمني د مرکزي حکومت ، ايالتو او محلاتو استازو برخه اخيستې وه .
د جرمني داخله وزير توماس دېميزيې د کنفرانس څخه راضي ، اوويې ويل :
«موږ يوه هراړخيزه ، او لکه څنگه چه يې زه فکر کوم ،ډير عالي جروبحث سره وکی ، او کنفرانس دخبرو او بحث د صادقانه کلتور څخه برخورداره ؤ . د جرمني پخواني داخله وزير شويبله اسلامي کنفرانس په دې جمله سره مشخص کړی ؤ چي، « اسلام د جرمني يو جزء دی . »او زه دغه جمله ډيره مهمه بولم ، او دا زموږ د کنفرانس روحيه ده ، چي موږ د هغه پر اساس کار کوو . »
دېميزيې وويل چي د مذهبو تنوع مگر يوه ټولنه د چلنج سره هم مخامخ کوي . هدف دادی چه مسلمانان د جرمني په ټولنه کښي ورگډ سي . په ټولنه کښي ورگډيدل په دې ارتباط دا معنی لري ، چي د بلي عقيدې يا مذهب درلودلو د لاري کوم پرابلم رامنځته نسي ، او بل ډول عقيده يا مذهب د يوې جامعې د رنگارنگۍ او غنأ په معنی ومنل سي .
اسلامي کنفرانس يو مذهبي سمينار ندی ، بلکه د خبرو اترو او ډيالوگ يو شکل دی ، چي بايد د تجربو د تبادلې او اصلاحاتو د توضيح کولو د لاري د ټولني دپاره او د جامعې سره يو ځای پر مخ ولاړ سي .
د دېميزيې د خبري پر اساس په اسلامي کنفرانس کښي يو کاري پروگرام په تصويب ورسيدی ، چي مجموعأ د منلو وړ وگرزيدی . په دغه پروگرام کښي به ځينو پروژو ته لمړيتوب وکول سي .
دی وايي ،
«زموږ اول کار به دا وي چي داسي يو موډل ته انکشاف ورکو، چه د هغه پر اساس د ملا امامانو د نوري روزني دپاره کورسونه جوړ کو . کمه خبره چي په اسلامي درس پوري مربوطه ده ، موږ کوښښ کووچي په ايالتو کښي د موجوده موډلو څخه استفاده وکو ، هغه ته وده ورکو ، او بيا موږ وکولای سو ، هغه ټولو ته تقديم کو . »
سربيره پر هغه به د جرمني د پوهنتونو د اسلامي تعليماتو په باب علمي تجربو څخه هم په هغه کښي استفاده وسي ، او په نظر کښي به ونيول سي .
دوهمه مووضوع چي په کنفرانس کښي خاصتأ پر هغه باندي خبري وسوې ، هغه د نر او ښځي پر رول باندي وه . د دېميزيې د خبري پر اساس پر دغه موضوع باندي ډير جدي او هراړخيزه بحث وسو ، او په هغه کښي د نظر ډير اختلاف هم موجود ؤ .
بلاخره د کنفرانس گډون کونکي پر دې سره يو سول ، چي پر دغه موضوع باندي بايد څيړنه وسي ، چي د نورو تر څنگ به په ټولنه کښي د مسلمانو ښځو د لږ گډون پر موضوع باندي هم تحقيق وسي .
د کنفرانس دريمه موضوع چي د کنفرانس گډون کونکي پر هغه باندي سره متفق سول ، داوه چي د اسلام او اسلاميزم تر منځ فرق وسي ، او په دغه اړه څيړني وسي ، ځکه په دغه موضوع کښي هم اختلاف موجود ؤ .
زابينا/محمد قاسم نوري
کتونکي : فضلي