1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کونړ او ختیځ نورستان ترمنځ لاره ولې تړل شوې؟

۱۴۰۵ فروردین ۴, سه‌شنبه

د کونړ او نورستان اوسېدونکي وايي، له تېرې نیږدې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو د کونړ او ختیځ نورستان تر منځ لار د ډزو په وسیله تړلې ده؛ خو د طالبانو حکومت څه وايي؟

https://p.dw.com/p/5B1CZ
Afghanistan Nationalpark Nooristan
« د پاکستان نظامیانو د کونړ او ختیځ نورستان لاره تړلې»انځور: DW/O. Deedar

د کونړ او نورستان ولایتونو اوسېدونکي وايي، له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې  پاکستاني نظامیانو  د کونړ او ختیځ نورستان تر منځ لاره تړلې او پر دغې لار تلونکي کسان هدف ګرځول کېږي.

همدا تېره اونۍ د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم دغلته د پاکستان نظامیانو ډزو کې د کونړ د یوې ډاکټرې موټر نښه شو، چې پکې له خپل ماشوم سره ووژل شوه.

د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې، ستونزه د کونړ د ناړۍ په پاشنګر سیمه کې ده. ویل شوي، دغلته نیږدې په یوې غرنۍ سیمه کې د پاکستان پوسته په هر هغه چا ډزې کوي، چې پر دغې لار تګ، راتګ کوي.

اړوند: په کونړ او نورستان کې تر ۱۹۰ جریبه پر زیاته ځمکه اور لګيدنه

د ناړۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل:«حالت ډاډمن نه دي. د ناړۍ یوه مربوطه ساحه ده. د پاشنګر په نوم. دلته اوچت غر دی او د پاکستان یوه پوسته ده او چې خلک تېرېږي، نو له دغه ځای پرې ډزې کېږي، له هغې پورته دوکلام، کامدېش او برګیمټال خلکو ته اجازه نه شته، چې په لاره تګ، راتګ وکړي.»

دی وايي، د غره په څوکو پرتو له دغو لوړو پوستو ټوله ناړۍ او شاوخوا سیمې ښکاري او پاکستاني پوله ساتي نظامیان له همدې موقع په استفادې پر لار تېرېدونکي خلک نښه کوي.

نوموړي وویل، د لارې د بندښت له امله له پاشنګر ورپورته دوکلام، د نورستان کامدېش او برګیمټال ولسي وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي او د هر ډول خوراکي توکو له کمي سره هم مخ دي.

ده وویل:«هلته خلک له ډېرو سختو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي. د خوراک هېڅ نه لري. ځکه همدا یوه لاره ده. د پارون له خوا په خرو او نورو څارویو خوراکي توکي او اوړه راوړل کېږي، چې هغه هم ورته ګران تمامېږي.»

د کونړ یوه بل اوسېدونکي هم د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته ویلي، د ناړۍ او ختیځ نورستان تر منځ د لویې لارې د تړل کېدو له امله هلته ولسي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو لا هم د دغې لارې د خلاصون له پاره د طالبانو حکومت کوم عملي اقدام نه دی کړی.

اړوند: ختیځو ولایتونو کې د جګړو او ناامنیو له امله ۱۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي

ولسي وګړو په ناړۍ کې د پاکستاني پوځ او طالبانو تر منځ له تازه نښتو او دغه راز د کونړ په مرکز اسداباد د تازه راکیټي بریدونو خبر هم ورکړی، چې چاته پکې مرګ، ژوبله نه ده اوښتې.

نورستان کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي هم مني، چې پاکستاني نظامیانو د کونړ په ناړۍ کې ختیځ نورستان ته ورغلې لاره د ډزو په کولو سره بنده کړې او پر دغې لویه لارې تلونکي نظامیان او عام خلک نښه کېږي.

زلزله ځپلي له رواني پلوه څومره زیانمن شوي؟

د دغې ولایت ویاند فریدون صمیم دویچه ویله ته وویل، له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت د پاکستان له هوایي برید وروسته «غچ اخستونکي» عملیات پیل کړل، ورسره سم پاکستاني پوځ ختیځ نورستان ته ورغلې لویه لاره تړلې ده.

نوموړی وايي:«دغه لاره ظالم وحشي نظام بنده کړې ده. په دغه لاره باندې که نظامي ګادي دي او که ملکي، دوی کوشش کوي چې په ګاډو بریدونه کوي. ساحه ډېره نیږدې ده، آن د ټوپک مرمۍ هم ورته رسېږي.»

دی وايي، اوس حکومت کامدېش او برګیمټال ته پر یوې بدیلې لارې غور کوي، څو خلک پرې د تګ، راتګ سربېره سیمې ته خوراکي او نور توکي ورسولی شي.

هغه زیاته کړه: «له دې وروسته د ولایتي ادارې مسئولینو کوشش وکړ، چې سیمې ته بله لار د پپړوک د کوتل سړک خلاص کړي. واورې ډېرې وې، خو اوس پرې کار وشو او دوه، درې ورځو کې به خلاصه شي.»

کونړ کې زلزله؛ هغه ناورین چې کورنۍ پکې له منځه ولاړې

د نورستان ولایتي ادارې ویلي، ډېر خلک د جنګ په هماغو لومړیو ورځو کې له سیمې وتلي او څوک چې پاتې دي، په خپلو امکاناتو تکیه کوي.

نورستان کې طالب چارواکيو له بدیلې لارې پرته د دغې لارې د خلاصون په اړه څه ونه ویل.

د طالبانو  او پاکستان تر منځ کړکېچ وروسته له هغې پیل شو، چې پاکستان افغانستان کې دننه په ځینو ولایتونو او آن پلازمېنې کابل هوايي بریدونه وکړل. په دغې نیږدې یوې میاشتې نښتو او کړکېچ کې دواړه لوري یو بل ته د مرګ، ژوبلې اړولو ادعا کوي؛ خو د رپوټونو له مخې، د پاکستان بریدونو کې ګڼ ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان دي. پاکستان د روانې مارچ میاشتې په نیمايي کې پلازمېنې کابل کې د روږدو کسانو د درملنې یو مرکز په نښه کړ، چې پکې له څلور سوه ډېرو ملکي وګړو او روږدو د وژل کېدو او له دوه نیم سوه نورو د ژوبلېدو خبرونه ورکړل شول. پاکستان بیا ویلی، دغه برید یې په روغتون نه؛ د طالبانو پر نظامي تاسیساتو کړی.

طالبانو  او پاکستان د تېر کوچني اختر په مناسبت او د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په غوښتنه ډزبند هم کړی و؛ خو طالبانو ویلي پاکستان ډزبند مات کړی؛ خو دوی لا په ژمنې ولاړ دي.

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar