1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په زندان کې د شکنجو شکايتونه

۱۴۰۲ فروردین ۲۵, جمعه

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم په ټولنېزو رسنیو، مظاهرو، د پخواني جمهوري حکومت په ملاتړ او یو شمېر نورو فعالیتونو کې هغه ځوانان نيول کيږي چې د طالبانو له نظر سره مخالفت لري.

https://p.dw.com/p/4Q0Mr
BG I Das verlassene Gefängnis der Taliban-Häftlinge in Kabul
انځور: STRINGER/REUTERS

په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام تر پرځیدو او واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره، وخت نا وخت د طالبانو له لوري د خپل سرو محکمو، نیونې، شکنجې او ان د مخالفینو د وژلو راپورونه خپاره شوي دي چې ګڼ داخلي او بهرني غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرلي دي.

دویچه ویله ته یو شمېر هغو ځوانانو چې د طالبانو له زندانه آزاد شوي، خپله غږونه او معلومات د نوم او هویت نه خپرولو په شرط لېږلي چې ادعا کوي د طالبانو په زندان کې روحي شکنجه شوي، په زور ترې د غیر اخلاقي کارونو کولو ویډیو ګانې اخېستل شوي او په دوی په زوره د دغه ویډیوګانو او ورته کار کولو د درواغو اقرار اخېستل شوی چې اوس پر همدغو ویډیوګانو ګواښل کېږي.

اړوند موضوع: د طالبانو له لوري نیول شویو بندیانو برخلیک څنګه کیږي؟

 

د طالبانو له لوري نیول شوي یوه کس چې موږ ورته د امنیتي دلایلو له کبله د احمد مستعار نوم کارولی، دویچه ویله ته وویل: «زه یې په دې خاطر ونیولم چې فیسبوک کې مې د وطن پالنې او پر طالبانو د نقد یو څه لیکل. ویل تاسې ولې د نظام پر ضد لیکنې او خبرې کوئ؟ موږ یې ښکنځلو، ګواښلو یې او په نېمه شپه کې به یې یوې تیاري کوټې ته وړلو چې زموږ مخونه به یې په یوه توره پرده پوښلي وه. وېرېدلي وو او عجیبه شکنجه وو.» هغه وايي چې په دې موده کې طالب چارواکو «پر موږ د غیر اخلاقي کارونو اقرار کوو که څه هم هغه کار به موږ نه و کړی خو د خلاصېدو او له دغه وضعیت د وتلو په خاطر به مو ویل چې هو دا کار موږ کړی دی.»

پر ابراهيم خيل نجرابي د طالبانو په زندان کې څه تير شوي؟

احمد همدا راز وایي چې: «له هغه ورځې راهیسې چې له زندانه وتلی یم، زه روحي ناروغ یم ځکه هره ورځ دا احساس کوم چې زه څارل کېږم، له ما سره به بیا څه کېږي او که دا خبره وکړم یا دغه ځای ته لاړ شم ممکن پر دوی بد ولګېږي.»

اړوند موضوع: ولي ځيني بنديان د طالبانو په زندانونو کي د ځان وژني هڅه کوي؟

یو بل کس چې موږ یې د امنیتي دلایلو له کبله نوم محمود د مستعار نوم په توګه کاروو وايي چې تر نیولو وروسته طالبانو د دوی موبایلونه او د خواله رسنیو حسابونه په خپل واک کې واخیستل. محمود هم د هویت د پټ ساتلو په شرط دویچه ویله ته وویل: «همغه وخت چې موږ یې نیولي وو نو زموږ موبایل او ټولې ټولنیزې اړیکې او شبکې یې په خپل واک کې واخېستې، بیا یې زموږ له اکونټونو خپلو جعلي اکونټونو ته غیر اخلاقي پیغامونه ولېږل او پر موږ یې په زوره اقرار وکړو چې دا هر څه تایید کړو او بیا به خوشې شو. ویل به یې که مو د نظام پر ضد یوه خبره وکړه او یا مو بل عمل وکړو بیا به مو دا انجام وي او که له هېواد څخه بیرون هم لاړ شئ دا ویډیو ګانې او سکرین شاټونه مو خپروو.»

دا ځوان په خپلو خبرو کې وایي، طالبان د خپلو نظریاتي مخالفینو سره له عجیبه ناوړه لارې چلند کوي. د نوموړي په خبره: «دا کارونه دوی دومره په ژوره توګه کوي چې هغه انسان ان له عادي ژوند بیا لاس اخلي او زه فکر کوم چې په دې کې د سېمې استخبارات هم ونډه لري.»

خو د طالبانو د حکومت یو ویاند بلال کریمي، که څه هم له دغه خلکو په زوره د اقرار اخېستلو موضوع ردوي؛ خو زیاتوي چې حکومت یې هغه خلک هرو مرو پوښتي، چې د دوی د نظام خلاف تبلیغات کوي. کریمي وایي: «زموږ د هېوادوالو ټول حقوق خوندي دي، د دوی ادعاوې سمې نه دي خو که یو څوک ملي امنیت تخریبوي او یا د نظام پر ضد درېږي نو دا یو نظام دی، خلک به نیول کېږي او پوښتنه به ترې کېږي.»

اړوند موضوع: ایا طالبان په ولایتونو کې شخصې زندانونه لري؟

بلال کریمي د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې، چې حکومت یې ولې له خلکو په زور او جبر اقرار اخلي او بیا پرې ګواښل کېږي، وویل: «اسلامي امارت کشفي او استخباراتي ارګانونه لري او له هېڅ چا سره بې انصافي نه شوې او نه کېږي.»

بل لور ته د بشري حقونو ادارې او فعالین دا ډول مخالفت او بیا په دې ډول شکنجه د انساني کرامت تر پښو لاندې کېدل او له بشري حقونو سرغړونه ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو ادارې پخوانی کمیشنر شکرالله مشکور وایي: «اصلاً برأت ذمه اصلي حالت دی چې د اسلام په مقدس دین او ټولو ادیانو او حقوقي مکاتبو کې منل شوی دی. د عادلانه محاکمو په تړاو ټول مکلفیت لري. هېڅوک حق نه لري له نیول شوي کس څخه په زوره اقرار واخلي او یا یې تر ځورونې لاندې ونیسي او په ناحقه شیانو یې وګواښي. دا په مطلق ډول له بشري حقونو سرغړونه او د شکنجې مصداق کېدلی شي. که دا کار د معلوماتو د ترسره کولو لپاره ترسره شي بیا هم مطلقه شکنجه ده او د شکنجې د منع کنوانسیون افغانستان لاسلیک کړی او غړیتوب یې لري، چې هر حکومت او ډله یې ځواب ویونکي ده.»

پر افغانستان د طالبانو له دویم ځل ولکې وروسته د خلکو د نیولو، شکنجه کولو او آن وژلو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي، خو زیاتره نیول شوي کسان د مختلفو دلایلو له کبله د زندان د وخت په هکله خبرې نه شي کولی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب