1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما: په درو میاشتو کي ۳۷۲ ملکي افغانان وژل سوي

محمد عارف فرهمند نجيب الله زيارمل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په یوه راپور کي ویلي دي چي د روان کال په لومړیو درو میاشتو کي د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ په نښتو کي په افغانستان کي تر ۳۷۰ زیات ملکي وګړي وژل سوي او په سونو نور ټپیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/5De3o
د پاکستان د هوايي برید د قربانیانو له پاره ډله ايزه قبر
په کابل کي د معتادينو پر روغتون په هوايي برید کي ډېر ملکي وګړي ووژل سولانځور: Wakil Kohsar/AFP

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سې شنبې په ورځ د طالبانو ادارې او د پاکستان د حکومت ترمنځ په نښتو کي د تلفاتو په اړه خپلي موندني خپرې کړې.

یوناما ويلي دي: «د ۲۰۲۶م کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر ۳۱ پوري، یوناما په افغانستان کي د حاکمي ادارې د امنیتي ځواکونو او پاکستان د پوځي ځواکونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وسله وال تاوتریخوالي په پایله کي د ټولټال ۳۷۲ ملکي وګړي وژل کيدل او ۳۹۷ ټپیانېدل مستند کړي دي.»

یوناما په دې موده کي ټولټال ۹۵ پیښي ثبت کړي دي چي له دې څخه ۹۴ یې پاکستاني ځواکونو او یوه یې طالبانو ته منسوب سوې ده.

په نښتو کي د پاکستان لوري ته هم ملکي تلفات اوښتي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوناما د راپور په اړه په لیکلي ځواب کي ویلي دي چي د کال له پیل راهیسې ۱۳۰ ملکي وګړي او امنیتي پرسونل وژل سوي دي.

د معتادينو پر مرکز د پاکستان د برید په اړه د یوناما موندني

د طالبانو ادارې او د پاکستان د حکومت ترمنځ نښتې د مارچ مياشتي په نیمایي کي هغه وخت زیاتي سوې، چي پاکستان د کابل په ګډون د افغانستان څو ښارونه بمبار کړل، چي په دې کي په کابل کي د اميد په نوم د معتادينو د درملني پر مرکز بريد هم شامل وو.

هغه مهال، د طالبانو چارواکو ویلي ول چي په برید کي تر ۴۰۰ زیات ملکي وګړي وژل سوي دي. پاکستان د روغتون په نخښه کول رد کړل او ادعا یې وکړه چي په دقیقو بریدونو کي یې « د ترهګرو تاسیسات» په نښه کړي دي.

يوناما د دغه سیمي له لیدني او له ټپيانو او د قربانيانو له کورنیو، روغتیايي کارمندانو او د کابل د عدلي طب د څانګې له کارمندانو سره له خبرو وروسته، دې نتیجې ته ورسېده چي په برید کي ۲۶۹ نارینه وژل سوي او د یوې ښځي په ګډون ۱۲۲ نور ټپیان سوي دي. ویل سوي دي چي د قربانیانو لویه برخه په روغتون کي ناروغان ول.

د یوناما موندني ښیي چي دا تاسیسات په درو هوايي بریدونو کي په نخښه سوي. په لومړي برید کي مسجد او د خوب ځایونه په نخښه سوي، په دوهم برید کي د خوړو ذخیره کولو ساحه او د لیلیې یوه برخه په نښه سوې وه، او په دریم برید کي د روغتون د مسلکي روزني په څانګه کي لرګیني ودانۍ په نخښه سوي وې.

په ډله‌ییزه توګه خاورو ته سپارل

خو یوناما دا منلې ده چي پر روغتون باندي د برید له امله د مړو اصلي شمېره کېدای سي لوړه وي، ځکه چي د برید پر مهال په روغتون کي د موجودو خلکو کره شمېره نامعلومه ده او په دغو بريدونو کي اسناد هم له منځه تللي دي. او ځینې جسدونه ټوټې ټوټې سوي او پیژندل یې ممکن نه ول.

مرګوني نښتي او د سولي بې پایلي هڅي

د طالبانو ادارې او پاکستان د حکومت ترمنځ نښتي د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر مياشت کي پیل سوې چي دواړو خواوو تر خبرو اترو وروسته پر اوربند موافقه وکړه.

خو په فبروري مياشت کي جګړه بیا پیل سوه او پاکستان د افغانستان پر څو ښارونو هوايي بریدونه هم وکړل.

اسلام آباد د طالبانو اداره تورنوي چي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څیر پاکستاني یاغي ډلو ته یې پټنځایونه ورکړي دي.

په وروستۍ قضیه کي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د پولیسو پر یوه پوسته باندې د ځانمرګي برید پړه چي ۱۵ کسان پکښې ووژل سول، په افغانستان کي میشتو یاغیانو پر غاړه واچوله او د طالبانو یو ډیپلومات یې د خپل اعتراض د څرګندولو له پاره احضار کړ.

د طالبانو ادارې د اسلام آباد تورونه رد کړي دي، او ویلي یې دي چې هیڅ ډلې ته به اجازه ور نه کړي چي د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي او په پاکستان کي ناامني یوه داخلي ستونزه ده.

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په ایکس کي ولیکل چي د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوي چي وايي په بنو کي وروستی برید په افغانستان کي پلان سوی و «بې بنسټه» دي او طالبان دا ردوي.

په قطر، ترکیه او سعودي عربستان کي د دواړو خواوو ترمنځ د څو واري ناکامو خبرو اترو وروسته، په دې وروستیو کي د چین په کوربه توب په سینکیانګ کي د دواړو خواوو د استازو ترمنځ یوه غونډه وسوه. له دې هڅو سره سره، پر افغانستان د پاکستان بریدونه دوام لري.