1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کابل پر کلینیک د پاکستان برید ښايي جنگي جنایت وي»

رضا شیرمحمدی | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۵ فروردین ۷, جمعه

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان هوايي برید، ښايي یو »غیرقانوني« برید وي او امکان لري »جنگي جنایت« وبلل سي.

https://p.dw.com/p/5BFnW
 په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان له هوايی برید وروسته ویجاړۍ
په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان برید، ښايي یو «غیرقانوني»برید وي او «جنگي جنایت» وبلل سي.انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د بشري حقونو د څار سازمان، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان له خوا د مارچ پر ۱۶ هوايي برید په هکله د خپلو څېړنو نتایج د جمعې په ورځ خپاره کړل.

که څه هم طالبانو ددغه برید د قربانیانو شمېر له ۴۰۰ څخه اضافه اعلان کړی دی، خو د بشري حقونو د څار ادارې د نړیوالو سازمانونو له خولې رپوټ ورکړی چې په دغه برید کې  لږترلږه ۱۴۳ تنه وژل سوي او څه د پاسه ۲۵۰ تنه زخمیان سوي چې ډیری قربانیان د امید د درملنې د مرکز ناروغان وو.

د کابل په ختیځ کې دغه ۲۰۰۰ بستریز روغتون د فینیکس په نوم د ناټو د ځواکونو په پخوانۍ اډه کې موقعیت لري او له ۲۰۱۶ م کال راهیسې فعالیت کوي.

د نوموړي مرکز یوه کارکوونکي د بشري حقونو د څار ادارې ته وویل:«  یوه ستره ودانۍ چې ورڅخه د ډوډۍ خوړلو د ځای توگه کار اخیستل کیده، داسې یوه ودانۍ چې ۴۵۰ ناروغان پکې ځای کيدل او د ساتنې یو اطاق چې اته نارینه وو پکښې کار کاوه ، په نښه سوي وو.»

په ډله‌ییزه توګه خاورو ته سپارل

د مرکز دغه کارکوونکي وویل چې د برید پر وخت له ۱۰۰۰ څخه ډېر ناروغان په دغه مرکز کې وو، خو د هغوی ریښینې شمیره معلومه نه ده.

د ناټو دغه پخوانی کامپلکس همدارنگه د ابن سینا د اعتیاد د پریښوولو زر بستریز روغتون ته هم ځای ورکړی چې د روغتیا د وزارت له خوا اداره کیږي.

له برید یوه ورځ وروسته، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ، د ایکس پر شبکې ولیکل چې پاکستان د ترهگرو "د تخنیکي ملاتړ زیربنا او د مهماتو د ذخیره کولو پر تاسیساتو" "دقیق هوايي بریدونه" ترسره کړي دي، خو د امید د درملنې مرکز ته یې اشاره ونکړه.

«د پوځي اهدافو له پاره د امید له مرکز څخه د استفادې په اړه شواهد نسته»

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، مخکې ادعا کړې وه چې هغه چاودنې چې د فینیکس پر کمپ تر برید وروسته  رامنځته سوې، په هغه ځای کې د مهماتو د یوه ډیپو ښکارندويی کوي.

خود بشري حقونو د څار ټولنې د ستلایتي تصویرونو او ویډیوگانو په ارزونې سره ویلي دي چې د زیرمه سویو چاودیدونکو موادو یا مهماتو د دوهمې چاودنې هیڅ ډول نښې یې نه دي لیدلې.

اړونده موضوع: د ناروې د کډوالو شورا: د کابل په برید کې سلګونه کسان وژل شوي

په رپوټ کې راغلي دي:« د موجوده معلوماتو له مخې، د بشري حقونو د څار ادارې، د پوځي اهدافو له پاره د امید له مرکز څخه د استفادې په هکله هیڅ ډول شواهد نه دي موندلي، داسې یوه موضوع چې دغه برید غیرقانوني او بې تفکیکه کوي.»

«غیرقانونی او ښايي جنگي جنایت»

د بشري حقونو د څار سازمان کې د آسیا د څانگې لوړپوړې مدیرې، پاتریشیا گاسمن وویل:« موجوده شواهد ښيي چې په کابل کې د درملنې پر یوه مشهور مرکز د پاکستان هوايی برید چې د په لسونو ناروغانو د وژلو سبب سو، غیرقانوني وو.»

گاسمن زیاتوي:« پاکستاني چارواکي باید بې طرفانه پلټنې ترسره کړي تر څو معلومه سي چې ولې له ملکي کسانو ډک د اعتیاد د درملنې پر یوه مرکز دغه برید ترسره سوی او څوک یې باید مسؤل وگڼل سي.»

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي:"په هر حال، نوموړی برید د غیر متناسبو بریدونو له منع کولو څخه سرغړونه ښکاري. د جنګي قوانینو جدي سرغړونې چې له جرمي ارادې سره وي، که قصدي وي یا له بې پروايی څخه، جنگي جرمونه شمیرل کیږي."

گاسمن زیاتوي پاکستان باید د نړیوالې ټولنې له خوا ترفشار لاندې راوستل سي ترڅو په راتلونکې کې دا ډول پیښې تکرار نه سي.