پاکستان کې د ځانمرګي برید تلفات ۱۴ ته لوړ شول
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه
د شنبې په ورځ ناوخته یو ځانمرګي بریدګر او څو وسله والو کسانو د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې، چې له افغانستان سره پوله لري، یوې پوستې ته نږدې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه. په سیمه کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي سجاد خان وویل چې له برید سره سم سختې ډزې پیل شوې. د نوموړي په خبره ځینې پولیس د نښتې پر مهال ووژل شول او ځینې نور وروسته هغه مهال ووژل شول چې ودانۍ پرې ونړېده.
ژغورونکو ډلو د څو ساعتونو لپاره د درنو ماشینونو په واسطه د کنډوالو لاندې د مړو د را ایستلو عملیات ترسره کړل. سجاد خان زیاته کړه چې په دې برید کې درې پولیس ټپیان شوي هم دي. پاکستاني امنيتي چارواکو ویلي چې د بریدګرو د موندلو له پاره یې پوځي عملیات هم پیل کړي دي.
د برید مسوولیت له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې منلی.
د دغه برید مسوولیت د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم یوې نوې جوړې شوې وسله والې ډلې، خبریالانو ته د یوې اعلامیې په لیږلو سره منلی دی. که څه هم دا ډله ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو، چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په نامه پېژندل کېږي، له بېلو شویو ډلو جوړه شوې، خو پاکستاني چارواکي یې د ټي ټي پي یوه پټه څانګه بولي.
پاکستان په وروستیو کلونو کې د وسله والو او تاوتریخجنو پیښو له زیاتوالي سره مخ شوی، چې د ډېری پړه یې پر ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو اچول کېږي. ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، خو د افغان طالبانو متحده ډله بلل کېږي؛ هغه طالبان چې په ۲۰۲۱ کال کې بیا ځلې په افغانستان کې واک ته ورسېدل. اسلام آباد زیاتره پر افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي او پاکستاني طالبان د پاکستان داخلي موضوع یادوي.
د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري، داسې کړکیچ چې د روان میلادي کال د فبرورۍ له وروستیو راهیسې دواړو غاړو پر یو بل سپک او درانه بریدونه کړي چې سلګونه کسان یې تر اوسه پورې وژلي دي.
د اپرېل په لومړیو کې افغان او پاکستاني چارواکو د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې وکړې خو له دغو خبرو سره سره، د دواړو هیوادونو ترمنځ وخت ناوخت سرحدي نښتې رامنځ ته کیږي.