1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ايالتي ټاکني

۱۳۸۸ شهریور ۹, دوشنبه

د المان د اتحادي جمهوریت د مسیحي ديموکرات دګوند په مرکزي ناست ځای د برلين د کنراد ادناور په ودانۍ کي فضا غمجنه غوندي وه...

https://p.dw.com/p/JMEo
په تورنګين کي ټاکني
په تورنګين کي ټاکنيانځور: picture-alliance/ dpa

ځکه چي نوموړي ګوند د زارلند، او د تيورینګن، په ايالتونوکي ډيري رايي بايللي دي. د نوموړي ګوند عمومي منشي رونالد پوفلاويلي دي، چي دا نتيجي لکه رڼا اوتیاري غوندي وي. له یوي خوا دمسیحي ديموکرات ګوند په دریوو ايالتونوکي چي ټاکني پکښي شويدي له تولو څخه دپياوړي ګوند په توګه پاتي کيږي. له بلي خواکيدای سي چي دوه دلومړي وزارت مقامونه له لاسه ورکړي اودا پدي پوري اړه لري چي د اتلاف په هکله به خبري اتري څرنګه جريان ومومي.

دمسيحي ديموکرات دګوند دپارلماني چارو مشر نوربرت روتګن وايي چي سياسي مخکښوالي په ښکاره دول دمسيحي ديموکرات دګوند په لاس کي دي . دي زياتوي :

که دمسيحي ديمو کرات ګوند په کافي اندازه قوي نوي نود المان وضعه به هم ښکاره نوي دبحران پدي وختونوکي مونږ ښکاره مناسباتو ته اړه لرو . اودا واضحه مناسبات دقوي مسيحي ديموکرات له ګوند سره ممکن دي .کله چي لمړۍ وزيري او دمسيحي ديمو کرات دګوند مشری ميرمن انګيلا مرکل له ټاکنو څخه پخوا ويلي چي دا ايالتي ټاکني دمرکزي پارلمان دټاکنولپاره آزموينه نده. ددي سيال دسوسيال ديموکرات دګوند کانديد فرانک والترشتاين مایر دمسيحي ديموکرات دګوند په بايللو باندي خوشحالي څرګندوله . دسوسیال ديموکرات دګوندکانديد ويلي چي دمرکزي پارلمان د ټاکنو پريکړه لانده شوي . ده پداسي حال کي چي پلويانويي هل هلي کولي ويلي .

دادسوسيال ديموکرات دګوند لپاره دټاکنو ډيره ښه شپه ده. ځکه چي دمسیحي ديموکرات ګوند ډيري رايي بايللي دي اويوه خبره ښکاره ده هغه داچي دمسیحي ديموکرات اودآذاد ديموکرات دګوندونو ګډ حکومت پدي هيواد کي څوک نه غواړي .

شتان ماير دخپل ګوند دنتايجو پرځاي دمسيحي ديمو کرات دګوند بايللو ته هيله لري. دسوسيال ديموکرات ګوند يوازي په تيورينګن کي ډيري رايي ګټلي دي، دزاکسن په ايالت کي تقريبا له مسیحي ديموکرات سره برابردي، خو پّ زارلند کي دغو دواړو ګوندونو رايي بايللي دي . خو په زارلند او تيورینګن کي به داتلافونو دجوړيدو په مسله کي خپل نظر څرګند کړاي شي، اوبه زارلند کي حتي ممکن لدوي نه څوک لمړي وزير شي . پدي اړه دسوسیال ديموکرات دګوند مشر مونته فيرينګ وايي:

مونږ تل له شنو سره اتلاف ته علاقه من يو . او احتمالا له کيڼو سره يوځاي. خو دا پريکړي بايده دي په خپله په ايالتونوکي وشي . خو دټول المان په سطحه معلومه ده چي له کيڼ ګوند سره به اتلاف ونشي .

مګر دايالتونو په سطحه به له کيڼ ګوند سره اتلاف محافظه کار لوري ته دبريد کولو لوي ميدان په لاس ورکړي . دهمدي لپاره به دمرکزي پارلمان له ټاکنو څخه پخوا په ايالتونوکي دحکومت جوړيدل بيخي نوي ترسره شوي .

دمرکزی حکومت ټولو مخالفو ګوندونو پدي ايالتي ټاکنوکي دخپل بري خوشحالۍ څرګندي کړيد ي . کيڼ ګوند، آذاد ديموکرات ګوند، اودشنو ګوند دري واړه دمرکزی پارلمان په تاکنو کي دبري دلاسته راوړلو انتظارلري . په تيره بيا کيڼ ګوند ډير په ځان غره وو،ځکه چي په تيورينګن اوزاکسن کي دويم پياوړي ګوند وو،اوپه زارلندکي يي په غيرعادي ډول ډيري رايي ترلاسه کړي او په سلوکي ۱۹ زياتي رايي يی ترلاسه کړيدي . ددي بري ستره برخه اوسکار لافونتين دنوموړي ايالت پخواني دسوسيال ديموکرات لمړي وزير او اوس دکيڼ ګوند مشر ته متوجه ده . لافونتين وايي:

دمرکزي پارلمان دټاکنو لپاره دمونږ پيغام دادي چي کيڼ ګوند وړاندي رواندي اودسوسيال ديموکرات ګوند بايده دي نور دمحافظه کارانو اود مطبوعاتودخبرونو له امله ځان دداسي دريز نيولوته مجبورهنکړي چي وايي دټول المان په سظحه له کيڼ ګوند سره اتلاف نکوو.

Werkhäuser, Nina/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل