1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

امریکا په یمن کې پر حوثیانو نوي بریدونه کړي دي

۱۴۰۲ دی ۲۳, شنبه

امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې په یمن کې پر حوثي یاغیانو نوي بریدونه کړي دي. روسیې دغه بریدونه غندلي او حوثیانو هم خبرداری ورکړی دی چې د دغو بریدونو غچ به اخلي.

https://p.dw.com/p/4bCUs
Nahostkonflikt Jemen | Militärschlag gegen Huthi-Rebellen
امریکا په یمن کې د حوثيانو پر سنګرونو نوي بریدونه کړي ديانځور: US Central Command via X/REUTERS

د رسنیو د رپوټونو په حواله امریکا متحده ایالاتو له بریتانیا سره تر خپلو ګډو عملیاتو وروسته، یو وار بیا په یمن کې د حوثي ملیشه و پر سنګرونو بمبارۍ کړي دي. د المسیره تلویزوني شبکې چې د حوثي یاغیانو له خوا اداره کیږي، رپوټ ورکړی دی چې د شنبې (د جنورۍ ۱۳ نیټه) په سهار د دغه هیواد (یمن) په پلازمېنه صنعا کې لږ تر لږه یو هدف تر برید لاندې نیول شوی دی.

سربیره پر دې د «سي ان ان» او نیویارک ټایمز امریکایي رسنیو هم د امریکایي چارواکو په نقل رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد ځواکونو پر یوه رادار سیستم چې حوثیانو ترې استفاده کوله برید کړی دی.

واشنګټن او لندن په یمن کې د حوثي یاغیانو سنګرونه، په سره بحیره کې پر سوداګریزو کښتیو د څو اونیو راهیسې د دغو ملیشه و له خوا د روانو بریدونو په غبرګون کې بمبار کړي دي. دغو دواړو هیوادونو پر شاوخوا ۳۰ هدفونو بریدونه کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن دغه بریدونه «بریالي» ارزولي دي او په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړی دی چې پر کښتیو د بریدونو نه درول کیدو په صورت کې به دا ډول بریدونه دوام پيدا کړي: «زمونږ د خلکو او نړیوال تجارت له آزاد جریان څخه د حفاظت په خاطر د لا زیاتو اقداماتو د لزوم په صورت کې، زه د امر کولو په برخه کې ځنډ نه کوم.»

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

د غچ اخیستلو ګواښ

حوثي یاغیانو هم د دغو بریدونو په غبرګون کې ګواښ کړی دی چې د دغو بریدونو ځواب به ورکړي. د امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتو پر بنسټ حوثیانو وروسته د کښتیو ضد یو توغندی توغولی دی. دوګلاس سیمس د جمعې په ورځ په واشنګټن کې وویل: «مونږ پوهیږو چې دوی په ځوابي برید کې لږ تر لږه یو توغندلی توغولی دی. خو توغندی پر کومې کښتۍ نه دی لګیدلی.»

حوثیان چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، د تیر کال د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس تر منځ جګړې له پیلیدو وروسته، په سره بحیره کې یو لړ توغندیز او د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي.

دغه شعیه مذهبه یاغیان ځانونه د اسرائیل پر وړاندې د «مقاومت محور» یوه برخه بولي چې حماس هم په کې شامل دی. د حوثیانو د څرګندونو له مخې دوی په خپلو بریدونو کې د اسرائیل پورې اړوند کښتۍ په نښه کوي.

د روسیې غندنه

روسیې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت په شورا کې پر حوثیانو د امریکا او متحدینو بریدونه یې غندلي دي. د امنیت په شورا کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا، د تاس خبري آژانس ته ویلي دي چې د جمعې په شپه د برید ترسره کوونکي به په ټوله سیمه کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې لمن له پراخیدو سره مرسته وکړي.

سره بحیره یو مهم نړیوال سوداګریز مسیر دی. دغه بحیره د هند ارام سمندر د سویس کانال له لارې له مدیترانې سمندر سره نښلوي او یو مرکزي سوداګریز مسیر هم تشکیلوي چې د نړیوال تجارت تر ۱۲ سلنه برخه د همدې مسیر له لارې ترسره کیږي.

د بیړۍ چلونې ډیر شمیر شرکتونو د حوثي یاغیانو د بریدونو له کبله د سرې بحیرې له لارې تګ راتګ درولی، یا یې هم محدود کړی دی او له نورو مسیرونو څخه استفاده کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا