1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حوثي ياغيان: د امريکا بې پيلوټه الوتکه مو راوغورځوله

۱۳۹۹ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

د يمن حوثي ياغيان ادعا کوي چې د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه يې سعودي عربستان پولې ته نژدې راغورځولې ده. خو د امريکا پوځ وايي چې هيڅ بې پيلوټه الوتکه يې له لاسه نه ده ورکړې.

https://p.dw.com/p/3gNPT
Jemen | Bewaffnete Huthi-Rebellen
انځور: picture-alliance/dpa/H. Al-Ansi

د حوثي ياغيانو يوه وياند، په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دوي يوې بې پيلوټه الوتکې د يکشنبې په ورځ، يوه امريکايي بې پيلوټه الوتکه د شمالي ايالت، حجه، کې راغورځولې ده. دغه سيمه په شمال کې د سعودي عربستان پولې ته نژدې پرته ده. د غورځول شوې الوتکې ماډلRQ-20 ښودل شوی دی.

د المسيره په نوم يو خبري تلويزيون چې حوثيانو پورې تړاو لري، يو فلم خپور کړی چې په هغه کې حوثي جنګيالي ښودل کیږي چې له يوې بې پيلوټه الوتکې څخه چې څو ځایه په ګوليو لګيدلې، راټول دي.

پر دغې الوتکې د سعودي عربستان د حکومت رسمې نښې او علایم هم ترسترګو کيږي.

ګمان نه کيږي چې سعودي عربستان دې له ۲۰۱۵م کال راهيسې چې د حوثي ياغيانو پر ضد د يو پوځي اعتلاف په مشري جګړه کوي، د لوړو مشخصاتو درلودونکې بې پيلوټه الوتکه دې په اختيار کې ولري.

د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ اسوشتيد پريس خبري آژانس ته په يوه استولي ايمیل کې ويلي دي چې په وروستيو ورځو کې هيڅ امريکايي بې پيلوټه الوتکه نه ده نسکوره شوې.

تيرکال هم حوثي ياغیانو ادعا کړې وه چې د امريکا دوه MQ-9 ډوله بې پيلوټه الوتکې چې د توغنديو د انتقال وړتيا هم لري، راغورځولې دي.

متحده ايالات او سعودي عربستان، پر ايران تور لګوي چې حوثي ياغيانو ته وسلې او جنګي تجهيزات برابروي. د ملګرو ملتونو سازمان پورې اړوندو سرچينو هم په پرله پسې توګه ويلي چې حوثي ياغيانو لاس ته ايرانۍ وسلې رسيږي، خو ايران بيا دغه تورونه رد کړي دی.

حوثي ياغيان د شيعه مذهب نژدې فرقو سره تړاو لري، چې ويل کيږي د همدې له پاره يې ايران ملاتړ کوي.

امريکا متحده ايالاتو په يمن کې له څه باندې لس کاله مخکې راهیسې د القاعده شبکې پر سنګرونو باندې حملې کوي. د بشر حقونو مدافع سازمانونه پر دغو حملو نيوکې کوي، ځکه ويل کيږي چې د هغو اکثره قربانيان ملکيان دي.