1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: ایران په سره بحیره کې پر کښتیو بریدونو کې لاس لري

۱۴۰۲ دی ۲, شنبه

امریکا ویلي چې ایران په سره بحیره کې پر تجارتي کښتیو د یمني حوثیانو په بریدونو کې اساسي نقش لري. د المان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وایې چې المان او اروپا د منځني ختیځ په جګړه کې هیڅ رول نه دی لوبولی او یوازې ننداره کوي.

https://p.dw.com/p/4aWLF
Huthi Angriffe im Roten Meer
انځور: Houthi Military Media Center/picture alliance/dpa

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ نیټه د حماس ترهګرې ډلې جنګیالي د غزې تړاډې له سرحدي خنډونو څخه په تیریدو د اسرائیل خاورې ته ننوتل. په دې برید کې په اسرائیلو کې تر ۱۲۰۰ ډیر کسان ووژل شول چې ډیري یې ملکي خلک ول. حماس شا او خوا ۲۴۰ تنه یرغمل ونیول او د غزې په تړاډه کې یې بندیان کړل.

اسرائیل د حماس تر برید وروسته د جنګي وضعیت اعلان وکړاو له درنو هوایي او ځمکنیو بریدونو سره یې د دې جنایت د عاملانو په تعقیب او مجازات کولو پیل وکړ.

اسرائیل د خپلو عملیاتو هدف په بشپړ ډول د حماس د نظامي جوړښتونو لمنځه وړل او په غزې تراډه کې د دغې ترهګرې ډلې سیاسي واک ختمول اعلان کړی دی.

په منځني ختيځ کي د سرحدونو پټه نقشه

 تر اوسه پورې د غزې د شمال شا او خوا یو میلیون اوسیدونکو سویلي سیمو ته پناه وړې ده. د ملګرو ملتونو سازمان د چارواکو په وینا تر اوسه پورې په غزې تړانګه کې په زرګونو کسان وژل شوي دي.

زیګمار ګابریئل وایي چې اروپا او المان په منځني ختیځ کې نقش نه لري

د المان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زیګمار ګابریئل وایي چې په منځني ختیځ کې د یوه احتمالي منځګړي په توګه د المان نفوذ ډیر محدود دی. ګابريئل د «نویه اوسنا بروکه څایټنګ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې اروپا او المان عملاً د منځني ختیځ په جګړه کې هیڅ نقش نه دی لوبولی او یوازې ننداره کوي.

Deutschland Sigmar Gabriel
د المان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زیګمار ګابریئلانځور: John Macdougall/AFP/Getty Images

هغه وویل: «دا واقعیت چې المان او فرانسه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې متفاوت رایې لري، ښيې چې مونږ نه شو کولی له اروپا څخه دې تمه ولرو، ځکه لکه اکثره وختونه چې پيښیږي، مونږ د نظر یووالی نه لرو.»

ګابریل چې اوس د Atlantik-Brücke  یا اتلانتیک پول په نامه له اتلانتیک څخه دباندې د المان د اړیکو سازمان مشر دی، د خپلو څرګندونو په دوام کې وویل چې المان یو وخت په عربي نړۍ کې د یوه عادل منځګړي په توګه ډیر ښه شهرت درلود، البته ټول په دې پوهیدل چېالمان ولې د اسرائیل تر څنګ ولاړ دی او اوس د دې شهرت له لاسه ورکولو په حال کې دی.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب