1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او امریکا د اسرائیل د ښارګوټو جوړولو طرحه غندلې ده

۱۴۰۱ بهمن ۲۶, چهارشنبه

د اسرائیل حکومت ویلي دي چې د اردن سیند لویدیځې غاړې په اشغال شوو سیمو کې نهه یهود میشته ښارګوټي قانوني کوي. پنځو لویدیځو هیوادونو ویلي دي چې د اسرائیل دغه اقدام «په شدید ډول خواشیني» کړي دي.

https://p.dw.com/p/4NWN5
West Bank Jüdische Siedlung Eli
انځور: Ariel Schalit/AP/picture alliance

د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د فیبرورۍ میاشتې ۱۴) د المان په ګډون امریکا متحده ایالاتو، بریتانيا، فرانسې او ایټاليا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اردن سیند لویدیځې غاړې په اشغال شوي یهود میشته سیمه کې د څو ښارګوټو او د استوګنې په زرګونو کورونو جوړولو ته د اجازې ورکولو په هکله د اسرائیل حکومت پریکړه غندلې ده.  

بیت المقدس کې د یهودانو عبادت ځای مخ ته ډزو کې ۷ تنه وژل شوي

دغو پنځو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې ویلي: «د شاوخوا لس زره اوستوګنې کورونو او نهو ښارګوټو قانوني کولو ارادې چې مخکې تر دې د اسرائیل د قانون پر اساس غیر قانوني اعلان شوي، په ژوره توګه خواشينې کړي یوو».

په اعلامیه کې راغلي دي: «موږ له دې یو طرفه عمل سره، چې نه یوازې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د تشنج د زیاتیدو سبب کیږي، بلکې د مذاکراتو له طریقه د دوو دولتونو حل لاره اغیزمنوي په شدید ډول مخالف یو.»

دغو لویدیځو هیوادونو په «منځني ختیځ کې د یوه جامع، عادلانه او پایداره سولې» له پاره د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو ملاتړ تکرار کړ.

د لویدیځ دغو اندېښنو ته د اسرائیل او فلسطينیانو غبرګون

د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ایتامر بن ګاویر، د سه شنبې په ورځ د لویدیځو هیوادونو دې اندېښنې ته د غبرګون په ښکاره کولو سره په یوه ویډیویي پيغام کې وویل: «نهه ښارګوټي ښه دي، خو کافي نه دي. موږ د لا زیاتو ښارګوټو غوښتونکي یوو.» دغه ښي اړخي سیاستوال وویل: «د اسرائیل خاوره د اسرائیل په خلکو پورې تعلق لري».

د فلسطينیانو د آزادي بخښونکي سازمان (PLO) کمیټې اجرایوي مشر حسین الشیخ د لویدیځو هیوادونو د ګډې اعلاميې هرکلی کړی دی.

الشیخ په یوه تویټ کې لیکلي دي: «زموږ تقاضا دا ده چې خبرې په عمل او یوه نړیواله اراده بدلې شي، څو اسرائیل د فلسطين د خلکو پر وړاندې تعرض او اقداماتو بندولو ته اړ کړي».

اسرائیل تر بریدونو وروسته د ښارګوټو جوړولو اعلامیه صادره کړه

بنیامین نتانیاهو چې افراطي ښي اړخی ائتلافي حکومت رهبري کوي، د یکشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د فلسطینیانو تر بریدونو وروسته د ښارګوټو جوړولو اعلامیه اعلان کړه.

د جمعې په ورځ یوه فلسطیني په بيت المقدس کې خپل موټر د بسونو له تمځای سره وجنګاوه او دری تنه یي ووژل. تیره میاشت د یوې کنیسې مخې ته د ډزو پر پيښې سربیره چې څو کسانو ته یي مرګ ژوبله واړوله، څو نور بریدونه هم شوي دي. نتانیاهو ژمنه وکړه چې دغو بریدونو ته به یو قوي ځواب ورکوي.

معبد غر ته د اسرائيل د ملي امنيت وزير ورتګ پاروني رامنځته کړي

د نتانیاهو دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې امنیتي کابینې پریکړه کړې چې «د رایو په اتفاق د نهو اجتماعاتو جوازونه» صادر کړي. اعلامیې زیاته کړې ده چې دغه اقدام «په بیت المقدس کې خونړیو بریدونو ته ځواب» وو.

دغه نهه ښارګوټي د اسرائیل د حکومت له اجازې پرته د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې جوړ شوي دي.

د نتانیاهو دفتر اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې د استوګنې د نوو واحدونو طرحې د تائید له پاره غونډه جوړوي. د اسرائیل د مالیې وزیر بتسلایل موتریچ، وویل ټاکل شوې ده چې د ۱۰۰۰۰ استوګنې د کورونو طرحه تائیده شي.

شخړیز ښارګوټي جوړونه

ملګرو ملتونو او د جزا نړیوالې محکمې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ښارګوټو جوړونه د بین المللي قوانینو خلاف بللې ده. د آلمان حکومت او څو نورو لویدیځو هیوادونو هم په دغه سیمه کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړونې سیاست له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې او دغه عمل یي غندلی دی.

د اسرائیلو حکومت د ملګرو ملتونو او څو لویدیځو هیوادونو د دغه دریځ په مقابل کې استدلال کړی دی چې دوی تاریخ او د ښارګوټو جوړولو قانوني شرایط له پامه غورځوي.

اسرائیل د ملګرو ملتونو پر پریکړې لیک شدیده نیوکه کړې

اوس مهال په زرګونو اسرائیلیان د اردن سیند په لویدیځ کې د دغو اشغال شوو سیمو په ښارګوټو کې ژوند کوي.

په ۲۰۱۶م کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پنځو دایمي غړو څخه څلورو(بریتانیا، فرانسه، روسیه او چین) هغه پریکړه لیک ته رایه ورکړه چې د اسرائیلو د ښارګوټې جوړونې اقدامات پکې «په قانوني ډول بی اعتباره» او د نړیوالو قوانینو خلاف بلل شوي دي. په هغه وخت کې امریکا متحده ایالاتو دې پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز