1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیت المقدس کې د یهودانو عبادت ځای مخ ته ډزو کې ۷ تنه وژل شوي

۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبه

اسرائیلي پولیس وايي چې د جمعې په ورځ په ختیځ بیت المقدس کې د یهودانو د یوې کنیسې مخې ته د یوه فلسطیني وسله وال په ډزو کې ۷ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Mos9
Israel Mehrere Tote bei Schießerei in Ost-Jerusalem
انځور: Ahmad Gharabli/AFP

د اسرائیلي چارواکو په حواله د جمعې په ورځ په ختیځ بیت المقدس کې د یهودانو د عبادت ځای مخته د یوه فلسطیني وسله وال په ډزو کې ۷ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. زیاته شوې چې وروسته بیا وسله وال کس هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

اسرائیل د ملګرو ملتونو پر پریکړې لیک شدیده نیوکه کړې

د اسرائیلي پولیسو مشر کوبي شبتائې وویل چې د ډزو دغه پيښه «په دې وروستیو کلونو کې د رامنځته شوو بریدونو یو له تر ټولو بدترینو» څخه ده.

تر دې پيښې یوه ورځ مخکې اسرائیلي پوځ د اردن سیند په لویدیځه غاړه جنین ښار کې عملیات ترسره کړي ول، چې په ترڅ کې یې د ۷ تنو وسله والو او یوې زړې ښځې په ګډون ۹ تنه فلسطینیان وژل شوي ول.

 چارواکو ویلي چې وسله وال کس تر برید کولو وروسته هڅه کوله چې په موټر کې سپور او د پيښې له ځایه ځان وباسي، خو د پولیسو له خوا تعقیب شو او بالاخره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

د ابتدایي تحقیقاتو مطابق بریدکوونکی د ختیځ بیت المقدس اوسیدونکی وو چې ۲۱ کاله یي عمر درلود او دغه برید یي په یوازې ډول ترسره کړی و.

غبرګونونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه برید وحشتناکه بللی او غندلی یې دی. ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن به د یکشنبې په ورځ اسرائیل او د اردون سیند لویدیځې غاړې ته سفر وکړي. د امریکا د استخباراتي ادارې »سي آی ای« مشر ویلیم برنز به هم په دې دوره کې له بلنکن سره ملګرتیا وکړي.

یهودي ناقلین په بیت المقدس کي د يوې کليسا مځکه اخلي

په اسرائیلو کې د المان سفیر سټیفن سیبرت، هم دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله غمرازي څرګنده کړې ده. د دې ترڅنګ متحده عربي اماراتو هم د یهودانو پر عبادت ځای دغه برید غندلی دی. سربیره پر دې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش هم دغه برید په سختو ټکو غندلی دی. هغه ویلي دي چې دا پيښه «په ځانګړي توګه د کرکې وړ ده» چې د هولوکاسټ پيښې د یادون په ورځ د عبادت ځای تر څنګ رامنځته شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح