1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا حوثي یاغیان د ترهګرو ډلو په لیست کې شاملوي

۱۳۹۹ دی ۲۲, دوشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزير مایک پمپئو اعلان کړی دی چې هيواد به يې حوثي یاغیان د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړي. دا ډول اقدام کیدای شي په یمن کې د بحران د لا زیاتېدو سبب شي. ملګرو ملتونو د یمن کړکیچ ناورین بللی دی.

https://p.dw.com/p/3nlgv
USA I Saudi Arabien I Faisal bin Farhan Al Saud und Mike Pompeo
انځور: Manuel Balce Ceneta/AP/picture-alliance

د دونالد ترمپ د واکمنۍ پای ته رسیدو ته تر۱۰ ورځو هم کمه موده پاتې ده. خو سره له دې د بهرنیو چارو وزیر د خپلې کاري دورې په وروستیو ورځو کې په یمن کې حوثي یاغیان د ترهګرو ډلو په لیست کې د شاملولو خبر ورکړی دی.

د فرانسې خبري آژانس د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتي ۱۰نیټه) د یوه خبر په خپرولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه اقدام په اړه خبر ورکړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دا ډول اقدام کولی شي د ایران پر وړاندې د جو بایدن د حکومت پر دیپلوماسۍ منفي تاثیر وکړي. حوثي یاغیان د یمن په نیابتي جګړه کې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي.

پمپئو ويلي دي چې دغه ګام د تروریستي اقداماتو په ارتباط ځواب ویلو ته، د «انصارالله» په خاطر دی. «انصارالله» د حوثي یاغیانو رسمي نوم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د سمبر میاشتې په ۳۰ نیټه د عدن ښار پر هوایي ډګر د حوثي یاغیانو برید د هغو مواردو له جملی څخه دی چې د دې پریکړې په برخه کې یي رول درلود. په دغه برید کې ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. عربستان د دې برید پړه پر حوثي یاغیانو ور اچولې وه.

د ترهګریز ډلو په لیست کې د حوثي یاغیانو ور زیاتول د مرستندویه سازمانونو د اندیښنې سبب شوی دی. نوموړي سازمانونه ویره لري چې دا ډول یو اقدام به په یمن کې د مرستو انتقال او بانکي راکړه ورکړه له ستونزو سره مخامخ کړي.

د یمن لویه برخه د حوثي یاغیانو په کنترول کې ده. مرستندویه سازمانونو او همدارنګه د امریکا دیموکراتانو د ملګرو ملتونو سازمان رپوټونو ته په کتلو سره دا ډول یو اقدام زیان رسونکی ارزیابي کوي او په یمن کې د بشري بحران له لا زیاتیدو څخه خبرداری ورکوي.

مایک پمپئو اعلان کړی دی چې د جنورۍ میاشتې پر ۱۹ نېټه، یعنې د جو بایدن د واکمنۍ دورې تر پیلیدو یوه ورځ مخکې به حوثي یاغیان په رسمي ډول د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړای شي.