کارپوهان په المان کې د تندروۍ په هلکه خبرې کوي
۱۳۹۱ فروردین ۸, سهشنبهاعلان
په المان کې د ځوان مسلمانانو تندروي ته د مخه کولو پر موضوع د جوړ شوي سیمینار په چوکاټ کې د المان د کورنیو چارو وزیر هنس پیټر فریډرش د «امنیت د شراکت» په نامه د پروژې پایلې وړاندې کړې.
دغه پروژه د نوموړي وزیر له خوا په تیر کال کې په لاره اچول شوې وه چې موخه ئې د امنیتي چارواکو او مسلمانانو تر منځ یوه جوخته همکاري رامنځته کول وو چې د تندروۍ مخه ونیوله شي.
د کورنیو چارو د وزیر د اټکلونو له مخې په المان کې د هغو مسلمانو ځوانانو شمیره په لوړیدو ده چې د افراطي لارې د خپلولو تبلیغ ورته کیږي. ده زیاته کړې ده چې په دې کې انټرنټ یو مهم او لوی رول لوبوي.