په پاریس کې د سوریې د کړکیچ په اړه غونډه کیږي
۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعهاعلان
د شاوخوا سلو هیوادونو استازي غواړي چې د نن په پاریس کې د سوریې د کړکيچ په اړه خبرې اترې وکړي. د دغو خبرو اترو هدف دا دﺉ چې پر جمهور رئیس بشارالاسد، باندې فشار نور هم ډیر شي.
په سوریې کې د حکومتي ځواکونو او اپوزیسیون تر منځ نخښتو زور اخیستی دئ. په دې هیواد کې د زور زیاتیو له پیل راهیسي څه د پاسه لس زره انسانان وژل شوي دي.
روسیې دغه غونډه بایکاټ کړې ده او نه غواړي چې له اسد سره خپل مخالفت ښکاره کړي. په دغه غونډه کې به د المان استازیتوب د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، وکړي.