په هرات کي د ايران پر ضد لاريونونه دوام لري
۱۳۸۹ دی ۲۶, یکشنبهپه مظاهره کي د هرات عام وګړي راټول سوي ول ګواښ يي کاوه چي د ايران د ورته سلوک په دوام مظاهري دوامداره وساتي.
دوی په هرات کي د ايران قنسلګرۍ مخ ته څوشيبي تم سوه ترسختوشعارونووروسته يې يو۸ ماده ايزه پريکړه ليک په لوستلوسره د هغه هيواد حکومت څخه غوښتنه کول چي پرته له قيدو شرطه د افغاني سوداګرو۲زره ټانکرونه ته په سرحد کي د را تيريدو اجازه ورکړي.
ايران پر افغانستان په دې پلمه يوه مياشت دمخه د تيلو د ټانکرونو د راتلولاربنده کړي چي ګواکي ددوی په اند په دغه هيواد کي ميشت ايتلافي څواکونه يي کاروي.
هغه اداعاچي د افغانستان د ولسشمر دفتراو د سوداګري وزارت رد کړې او وايي چي مواد په سوداګرو پوري اړه لري.
دلاريون کونکوڅو تنو يي دويچه ويله وويل ايران سره د ښه ګاونډيتوب هيله لري مګرنه په هغه کچه چي پر حق تيري وزغمي.
« موږ په سوله ايزه مظاهره د خپل حق غوښتنه کوو د ايران د خلکوخلاف نده بلکي خپلوبدو ورځو او د ايران د حکومت بدو کړو وړدي ته اړ ايستلي یو چي په لاريون لارس پوري کړو.»
خوايران بيا برخلاف د خپلوسياسي نماينده ګيو په وړاندي ورته لاريونونو په غوسه کړي. د شنبې په ورځ يي هغه هيواد کي د افغانستان سفير د بهرنيو چارو وزارت اړونده ادارې ته ورغوښتی و او د ورته مظاهرو د عاملينو د پيژندګلوي اومجازات غوښتنه يې ځني کړې ول.
کومه غوښته چي د ګنه افغاني کارپوهانو په وينا د افغانستان په کورنيو چارو کي بربنډه مداخله ياده سوې.
هغوی لاريون يا مظاهرې يي د افغانانو مسلم حق ګڼلي دی.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل