په ناڅاپې توګه د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاين مايرکابل ته تللی دی
۱۳۸۸ اردیبهشت ۹, چهارشنبهد ده په کتنوکې به په افغانستان کی دملګرو ملتونو خاص استازې Kai Eide او همداشان د اروپايی ټولنۍ د خاص استازۍ هم شامل وی.
د آلمان د بهرنيو چارو له وزير سره په دغه سفر کی د افغانستان او پا کستان دپاره دآلمان خاص استازی Bernd Mützelburg هم ملګری دی.
د آلمان بهرنيو چارو د وزير په توګه افغانستان ته دا د شتاين مایر څلورم سفر بلل کيږي. مخکي له دی سفر څخه د آخرنی ځل لپاره د تير کال د جولاي په میاشت کی شتاين ماير افغانستان ته تللي و . داچی د خپل دغه سفر په وخت کی به شتاين ماير دافغانستان په شمال کي د آلماني عسکرو د قطعاتو څخه هم کتنه وکړی او که نه تراوسه څه ندی ويل شوی.
او معمولا افغانستان ته د آلمان او د نورو هيوادونو د سیاست مدارانو د سفر پرو ګرامونه د امنیتې دلايلو له امله تر آخرنيو شیبو پوری پټ ساتل کیږي.
د تيري دوشنبي په ورځ د لويی برطانيي لمړي وزير ګوردن برون هم په ناڅاپې توګه کابل ته تللي و او هلته يی د افغانستان د دولت د مشر حامد کرزي سره د افغانستان اوپاکستان په ګډو پولو کی د تند لارو طالبانو په ضد د مبارزی لپاره د يوې نوې ستراتيژی طرحي څخه هم خبری کړی و چی جزيات به يی نن اعلام کړي شی.
در ي اوني د مخه د آلمان لمړې وزيره انګيلا مرکل هم افغانستان ته تللۍ وه، خومرکل يواځۍ د افغانستان په شمالي ولاياتو کی د آلمانی عسکرو قطعات کتلي و، پرته له دی چی کابل ته راشی او د افغانستان د مسولو چارواکو سره وګوری.
د همدي روان میلاي کال د مارچ میاشتي په پای کی د امریکي متحده ایالتونو په يوه نړیوال کنفرانس کی چي په دن هاګ کی جوړه شوی وه ، د افغانستان لپاره يوه نوی ستراتيژې طرحه وړاندی کړی او د دغۍ طرحی له مخی چی د ناتو د 60 کاليزي په هم منل شوی ښايی په افغانستان کي د تند لارو طالبانو په ضد د پوحۍ عملیاتو د پرمخ بیولو ترڅنګ د افغانستان اقتصادی پرمختيا او بيرته رغونی چارو ته هم زیاته پاملرنه وشی او همدا شان د يوې سیمه ايزي ستراتيژي په چو کاټ کی پاکستان او ايران هم دی ته را وهڅول شی چي په دغه سیمه کی د ترهګرۍ په ضد په جګړه کی خپله ونډه هڅی چی ښايی تر سره کړی.
ضيا فضلي
کتونکی: يحيی وردک