په عراق کې د ايران پر قونسلگرۍ بريد
۱۳۸۵ دی ۲۲, جمعهاعلان
عسکرو د کردي وياند له قوله گڼ شمېر کمپيوترونه او دوسيې ځان سره واخېستلې.
د ايران پر مشرانو باندې د عراق د سنيانو لخوا دا تور لگول کېږي چې دوی د شعيه گانو ملاتړ کوي او پخپله هم جنگيالي وراستوي. د امريکې ځواکونو درې مياشتې وړاندې هم څلور ايراني نظامي مشاورين او دوه دپلوماتان نيولي وو. دپلوماتان لږه موده وروسته خوشي شو خو د نظامي مشاورينو په وړاندې تور ولگول شو چې دوی پر عراقي امنيتي ځواکونو باندې په بريدونو کې لاس لاره. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کندوليزا رايس په ايران او سوريې باندې غږ وکړ چې د توندلارو ډلو ملاتړ دې په عراق، لبنان او د فلسطينيانو په سيمو کې پرېږدي. د امريکې د متحده آيالاتو پاليسي د هغې په وينا دا ده چې د سمونپالو ملاتړ وکړي د توندلارو په وړاندې.
په عين وخت کې يې ايران ته د مستقيمو خبرو اترو بلنه ورکړه که ايران خپله اتومي تگلاره او د ايورانيمو غني کول پرېږدي. هغې ويل دې ته چمتو ده چې هر چيري او هرکله له خپل ايراني سيال سره وويني تر څو د خپلمنځي اړيکو په هکله سره وغږېږي. هغې زياته کړه امريکا دې ته چمتو ده چې تېر 27 کاله کړکېچنې اړيکې هېرې او له ايران سره بيا اړيکې ټينگې کړي.