په جرمني کي د مالياتو پر سر دعوه
۱۳۸۶ بهمن ۳, چهارشنبهاعلان
د جرمني دغي عالي محکمې په مونشن کښي خبر ورکۍ ، چي ددې کبله ددغو کسانو دوې دعوې او قضيې د نور وضاحت دپاره د جرمني د اساسي قانون محکمې ته ليږل سوي دي . د اساسي قانون محکمه غواړي ددغه عيسوي کال تر پايه پوري پريکړه وکي .
پخوا به هغو کسانو چي کار کاوه ، د کور او کار تر منځ به يې د تګ را تګ دپاره پر کيلومتر باندي 30 سينټه اخيستلې . خو د 2007 عيسوي کال راهيسي دغه فاصله بايد تر 21 کيلو مترو اضافه وي ، څو وکولای سي ، د تګ راتګ دپاره د ماليې څخه پيسې راوګرځوي . ددغو نوو مقرراتو سره په مليونو کارکونکي مخامخ دي ، چي پخوا به يې دهغه څخه ګټه اخيستله .