په امریکا کي د ولسمشرۍ ټاکنو مبارزه روانه ده
۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبهاعلان
ميټ رومنې په دې توانېدلی دئ چي په امريکا کي د ولسمشرۍ له پاره د جمهوريت غوښتونکو گوند له پاره د کانديدۍ پر سر د ټاکنو يو بل پړاو وگټي. نوموړي ميليونر او د ماسې چوسټس ايالت پخوانی والي د ماين ايالت ۳۹ فيصده رايي گټلي دي او د کانديدۍ د ټاکنو دغه پړاو ئې گټلی دئ. دوهم نمبر رون پاول راغلی دئ چي ۳۶ فيصده رايي ئې گټلي دي.
په روان مېلادي کال کي به په امريکا کي د ولسمشرۍ ټاکني تر سره سي چي اوسنی ولسمشر باراک اوباما هم ځان پکښي کانديد کړی دئ.