په امريکا کي د بالابلوک دهوايي بمباريو پرتحقيقاتو باندي جروبحث
۱۳۸۸ خرداد ۲۹, جمعهغه تحقيقات د امريکا ددفاع د وزارت لخوا ترسره سوي وه .
د څو ورځو راهيسي د امريکا ددفاع وزارت وعده ورکړې وه ،چه ددغو تحقيقاتو يوه خلاصه (غير محرم) او همدارنګه د هوايي بمبارۍ دساحې څخه يو فلم نشروي ،خو دغه وعده په پرله پسې ډول ځنډول کيږي .
د امريکا ددفاع د وزارت يوه مقام چه نه يې غوښتل نوم يې ياد سي ، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي ،چه ځينو افسرانو نه غوښتل چه ددغي پيښي په باب ځيني تفصيلات نشر سي . ځکه چه که د امريکايي پوځيانو پواسطه د عملياتو د جريان په باب ډير معلومات ورکول سي ،نو به امنيتي خطرونه رامنځته کي .
دفراه پربالابلوک باندي د بمباريو دتحقيقاتو امر په افغانستان کي د امريکايي قواوو د عمومي قوماندان جنرال ديويد پترويس لخوا ورکول سوی دی . په دغه پيښه کښي چه دمې پر 4مه رامنځته سوه ،تقريبأ 140 ملکيان وژل سوي دي .
دغي پيښي په افغانستان کښي د خارجي قواوو اعتبار او پرستيژ ته ډير تاوان رسولي دي .
دامريکا ددفاع وزير رابرت ګيتس نن په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي ،چه دی د تحقيقاتو د نتايجو ملاتړ کوي ،او په يوه يا دوو ورځو کښي به هغه نشر سي .
AFPE
کتونکي : محمد قاسم نوري