په افغانستان کې ۴۱ تنه د یخنیو له کبله له منځه تللي دي
۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبهاعلان
د چارواکو په حواله د سخت ژمي له کبله لږ تر لږه ۴۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. د عامې روغتیا د وزارت ویاند غلام سخي کارګر ویلي دي چې د قربانیانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.
د هغو کسانو په ډله کې چې د سړې هوا له کبله ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ یوازې ۲۴ تنه هغه کډوال شامل دي چې له نورو سیمو څخه کابل ته گډوال شوي دي.
اوس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې له یخ وهلو کسانو سره د مرسته کولو په موخه سیار کلینیکونه جوړ کړي.