په اسلام آباد کې د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ نښتې وشوې
۱۳۸۵ اسفند ۲۵, جمعهاعلان
د احتجاجونو اصلي علت تېره اونۍ د مشر قاضي افتخار محمد چودري گوښه کول وو. له نوموړي څخه نن له واک څخه د ناوړې استفادې او غلطو کارونو په تور پلټنې وشوې. گڼ شمېر مظاهره کونکي د احتجاجونو په ترڅ کې نيول او بندي شوي دي. يوه ورځ وړاندې د يوې شخصي ټلويزيوني شبکې پروگرام د دغې موضوع د خپرولو په وخت کې قطع شوی و.