1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د وزګارۍ د له منځه وړلو امکان سته

۱۳۸۷ مرداد ۳, پنجشنبه

د آلمان لمړۍ وزيري مېرمن انګيلا ميرکل پرون په يوه خبري غونډه کي ويلي دي، د وزګارۍ د له منځه وړلو امکان سته.

https://p.dw.com/p/Eitt
د منيتور پر پرده باندي د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل
د منيتور پر پرده باندي د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکلانځور: picture-alliance/ dpa

سر د نن ورځي څخه لمړۍ وزيره انګیلا ميرکل رخصتي ته ځي.دا د خپل ايتلا في حکومت د کار د نتايجو څخه راضي ده. او وايي چي دا به د حکومت يا د سياسي مسولينو دنده وي، چي د ټول ولس مسايلو او ربړو ته پاملرنه وکړی.

د لمړۍ وزيري ميرکل مطبوعاتي کنفرانس څه نا څه سل دقیقې دوام درلو دی او په همدې موده کي دې د خبريالانو 50 پوښتنو ته جوابونه ويلي دي. هرډول پوښتني مطرح سوې. په هيواد کي د دننه د چارو د مسايلو په برخه کي د حد اقل مزد موضوع، د سترو تصديو د مديرانو د معاشونو مساله، د فقر او بیوزلۍ مساله په تيره بيا د ختيځ آلمان د متقاعدینو وضع، په آلمان کي د وزګارۍ سره مبارزه يا د نړیوالو مسایلو په برخه کي د افغانستان موضوع، د ايران د اټومي پروګرام موضوع، په اروپايي ټولنه کي د صربستان د غړيتوب مساله، په پيکنګ کي د اولمپيک لوبي يا د امریکا د متحده ايالتونو د راتلونکي ولسمشر سره د دې اړيکي او ډیر نور داسي د کورني اوبهرني سیاست مسايل.

«هر څوک چی د امريکا په متحده ايالاتو کي د ولسمشر په توګه وټاکل سي زه به له هغه سره ښې اړيکي ساتم.» د آمریکا د متحده ايالتونو د جمهوري رياست د پاره د دغه هيواد د ډیموکراټ ګوند کاندید بارک اوباما نن برلين ته راځي. ميرکل وايي چي ډيره خوشاله يمه چي د سناتور بارک اوباما سره ګورم. خو داچي ميرکل له دې سره مخالفت کړی چي بارک اوباما دي د برلين د براندنبورګا تور په محوطه کي خبري و نه کړي بیا يي هم د خپل دغه دريځ څخه دفاع کړې او ويلي يي دي چي پر دې ځای باندي ټاکل سوي ولسمشران خبري وکړي. خو د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير بيا دامساله يوه کوچنۍ خبره بللې.

لومړۍ وزيره ميرکل او د جرمني د باير د ايالت وزير بيګ شټاين
لومړۍ وزيره ميرکل او د جرمني د باير د ايالت وزير بيګ شټاينانځور: AP

د آلمان د ايتلافي حکومت د کار د نتايجو څخه لمړۍ وزيره انګیلا ميرکل خپل پوره رضايت ښه يي او وايي چي مسيحي او سوسیال ډیموکراټانو په ګډه سره ډيري چاري سرته رسولي دي مثلا د 1.6 ملیونو وګړو د پاره د کار ځایونه پيدا سوي دي، که څه هم ښايي په راتلونکي کي د اقتصادي تموجاتو تحرک يو څه سست سي.

داسي ښکاري چي روان کال له اقتصادي پلوه يو ښه کال وي خو په راتلونکي کال کي کيدای سي چي په اقتصادي وده کي يو څه کموالی راسي.

ميرکل د خپل اتلافي حکومت د کار د دوام په اړه وايي چي اتلافي حکومت به خپل د کار پاته موده د پاته پروژو د ترسره کولو د پاره سرته رسوي، خو لمړۍ وزيره دا خبره هم کوي چي په اتلافي حکومت کي د مسیحي او سوسیال ډیموکراټانو ترمنځ د نظريو توپير سته، مثلا د اټومي انرژۍ څخه د ګټي اخيستلو يا د حد اقل مزد په مساله کي. له همدې امله دا به زمونږ موخه نه وي چي دغه اتلاف به د آلمان لپاره د حکومت کولو يو دوام داره مودل وي.

د بهرني سیاست په برخه کي ميرکل وايي چي د ايران پر ضد دي بايد اقتصادي بنديزونه زيات کړل سي، که چيري دغه هیواد د خپل اټومي پروګرام د پرمخ بيولو په برخه کي د نړيوالو غوښتني و نه منلې.