1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويليام وود د متحده آيالاتو نوی سفير په افغانستان کې شو

۱۳۸۵ دی ۲۹, جمعه

د امريکې متحده آيالاتو په افغانستان کې خپل سفير بدل کړی دی. ويليام وود، چې اوس په کولمبيا کې د امريکې سفير دی به د رونلد نيومن دنده په کابل کې په غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/DKB7
د امريکې سفارت په کابل کې
د امريکې سفارت په کابل کېانځور: AP

نيومن د 2005 م کال د جولای د مياشتې راهيسې د امريکې سفير په افغانستان کې و. تر دغه تبديل څخه د مخه د امريکې ولسمشر جورج بوش زلمی خليلزاد له عراق څخه راگرځولی او په ملگرو ملتونو کې د امريکې استازی مقرر کړی و. په عراق کې د امريکې سفارت ښايي پاکستان مېشت سفير ريان کروکر ته ورکړل شي.

دغه نوي مقررات د بوش د واکمنۍ په دوو وروستيو کلونو کې د عراق د پاليسۍ د بدلولو په موخه تر سره کېږي، خو تر اوسه پورې د سنا يا د مشرانو د جرگې لخوا نه دي تائيد شوي.