ولسمشر کرزی به د سه شنبې په ورځ له اوباما سره وگوري
۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعهاعلان
د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی په راتلونکې اوونۍ کي د امريکا متحده ايالاتو له جمهوررئيس بارک اوباما سره د خبرو اترو له پاره واشنګټن ته سفر کوي. له واشنګټن څخه ویل کیږي چي د دواړو جمهور رئيسانو د خبرو اترو اصلي موضوع به تر ۲۰۱۴ عيسوي کال وروسته له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل وي. خو تر هغه وروسته د امنیتي مسایلو موضوع هم د دوی د بحث موضوع ده. دغه لیدنه- کتنه له سه شنبې څخه تر جمعې ورځي پوري پلان سوې ده. خو لکه څرنګه چي له واشنګټن څخه ویل کیږي د دوی تر منځ د لیدني کتني دقیق وخت لا نه دی معلوم.