وسله وال په پېښور کي د پاکستاني پوځ په ودانۍ ننوتلي دي
۱۳۸۹ شهریور ۶, شنبهد پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکزي ښار پېښور کي د پاکستاني پوځ پر يوه ودانۍ بريد سوی دی. د پاکستاني پوځ دغه ودانۍ په پېښور کي د امريکا د متحده ايالتونو و قونسلګرۍ ته نژدې واقع ده.
دپاکستاني پوځ وياند اطهر عباس ويلي دي چي د پوښتنو ګروېږنو په موخه يو څو مشکوک کسان د پاکستاني پوځ دغه ودانۍ ته راوستل سوي وه. د نوموړي په وينا دغو کسانو د پيره لرونکو پوځيانو څخه وسلې حمله کړې او دوه پيره لرونکي پوځيان يې يرغمال ونيول.
د خيبر پښتونخوا د ايالتي حکومت وزير بشير بلور د ژورنالستانو سره د خبرو پر وخت وويل چي د شنبې په ورځ د سهار په شپږو بجو د پېښور په کېنټ يا چاونۍ کي وسله وال بريد تر سره سو. بلور زياته کړه چي وسله وال پدې توانېدلي دي چي ودانۍ ته ور ننوزي.
د يوې پوښتنې په ځواب کي بشير بلور دا ومنل چي په يوه حساسه ودانۍ د وسله والو ننوتل د حکومت کمزوري څرګندوي. خو ده زياته کړه چي امنيتي چارواکو د وضعې کنټرول تر لاسه کړی دی.
پوليسو ويلي دي چي دوی د وسله والو د شمېر او پدې هکله معلومات نه لري چي وسله وال د ودانۍ په کومو برخو کي پټ سوي دي. امنيتي چارواکو و د سيمي ټوله سړکونه بند کړي دي او په هوا کي هم څرخي اولوتکي ګرځي.
پاکستاني امنيتي چارواکو ويلي دي چي دوی هڅې پېل کړي دي چي ودانۍ بېرته د وسله والو څخه ونيسي.
ليکونکی: احمدولي اڅکزی/ آژانسونه
کتونکی: محمد قاسم نوري