مدافع وکیل: پاکستان د بن لادن د کورنۍ غړي په توقیف کې وساتل
۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبهاعلان
د اسامه بن لادن د کورنۍ مدافع وکیل ویلي دي چې د پاکستان یوې محکمې د بن لادن د کورنۍ غړي د نورو ۹ ورځو له پاره په توقیف کې د ساتلو امر کړی دئ.
د بن لادن تر ټولو ځوانه میرمن اعمال عبدالفتاح، تیر کال د بن لادن سره د هغه د وژنۍ پر وخت د ایبټ آباد په کور کې موجوده وه.
محمد امیر چې ځان د عبدالفتاح مدافع وکیل معرفي کوي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د لومړی استماعیه غونډې تر اوریدو وروسته قاضي د بن لادن میرمن عبدالفتاح د خپلو پنځو ماشومانو سره د مارچ د میاشتې تر ۲۶ نیټې پورې په توقیف کې د ساتلو امر کړی دئ.